مرګ ژوند تروړي

دويم نړيوال جنګ روان و، د متحدينو جنګي الوتکو د جرمني په هدفونو باندې بمبارونه پيل کړي وو.
د‌ جرمن پوځ دافع هواګانو د ځمکې لخوا اسمان ته خولې نيولې وې او پاس يې په الوتکو سور اور جوړ کړی و، د توغنديو په همدې باران کې يو ستره مرمۍ ولاړه او سيده په يوه جنګي الوتکې ولګېده.
الوتکې مښوکه د ځمکې په لورې کږه کړه، ځمکې ته په سرعت را روانه وه خو د الوتکې د پيلوټ درک ونه لګېده، نه يې چترۍ خلاصه کړه او نه يې د ژغورنې کومه وروستۍ هڅه وکړه.
الوتکه د مديترانې سمندرګي په تل کې ډوبه شوه.
یو ساعت وروسته د جرمني د پوځ راديو وویل:
دا د جرمني پوځ راډيو ده او تاسې د جرمني دروند ملت ته د نن ورځې د جنګ راپور درکوو.
ساعت مخکې د دښمن الوتکو زموږ په ځينو سنګرونو او مورچو باندې حمله وکړه.
په دې حملو کې يوه اندازه تلفات موږ ته هم ورسېدل او د فرانسوي پوځ یوه الوتکه هم د موږ د‌ دافع هوا ښکار شوه.
د يادونې وړ ده چې د الوتکې پيلوټ …..
ځوان افسر چې دا خبر يې لوست يو ناڅاپه چوپ شو!
هغه خلک چې د راډيو له لارې يې دا خبرونه اورېدل په دې چوپتيا لا په اندېښنه کې شول چې بالاخره څه وشول؟ خبريال ولې چوپ شو؟ څو شېبې وروسته د خبريال د ژړا غږ اورېدل کېدۀ.
ټولو خلکو پوښتل چې څه پېښ شوي؟ ټول راډيو ته غوږ غوږ و، چې د خبريال په ژړا پوه شي چې ولې ژاړي؟!
شېبه وروسته خبريال خپل خبر ته ادامه ورکړه او ويې ويل:
د همدې الوتکې پيلوټ چې موږ راوغورځوله د فرانسې نامتو ناول ليکونکی او د کوچني شهزاده کتاب ليکوال انتوان دو سنت اګزوپېغي و.
يو ناڅاپه ټول المان چوپ شو
هيچا هيڅ نه ويل، خپګان د خلکو په څېره کې له ورايه ښکارېدۀ، زياتره جرمنيانو د ايګزوپېغي کتاب لوستی و.
ايګزوپېغي د‌ دښمن پيلوټ و خو له هر هموطن څخه نږدې، له يو خواږه دوست څخه ډېر جرمنيانو ته خوږ او زړه ته ورتېر و. په کوچني شهزاده کتاب يې د خلکو په زړونو کې څانګړی ځای خپل کړی و. په هغه ورځ هيڅوک هم په جرمني کې خوشحال نه وو.
ان هېټلر هم د ايګزوپېغي په مرګ متاثر شوی و.
د يوه نړيوال ناول ليکونکي لپاره يو غيرمعمولي پای.
دا د ادبياتو ځانګړنه ده چې دوستان او دښمنان ټول په يوه دېره کې سره راټولوي، د بېلابېلو توکمونو خلک سره نږدې کوي.
هيڅوک نه پوهېدل چې ولې اګزوپېغي له الوتکې څخه په پراشوټ خارج نه شو، زخمي و که مړ و؟
د ايګزوپېغي کوچنی شهزاده دومره قوي اثر دی چې په ژوند يې دې ليکوال ته نړيوال نوم ور وباښه او په بشري تاريخ کې دويم کتاب دی چې ډېر ژباړل شوی دی.
ډېر کم خلک د انساني جنګونو په تاريخ داسې يوه ځای ته رسېدلي لکه ايګزوپېغي چې رسېدلی دی.
نوموړی د خپلو خلکو او متحدينو لپاره یو قهرمان و او د جرمني د خلکو لپاره يو دلاور.
نوموړي په خپلو ناولونو کې د انسان په اړه غږېدلی د انسانيت چيغه يې پورته کړې خو دا چې نازيانو يې په هېواد حمله کړې وه مجبور شوی و له هېواد څخه دفاع وکړي.
دا ځوان افسر چې په ژړا ژړا يې په راډيو کې خبرونه او د ايګزوپېغي د مرګ خبر ورکاوه، د کوچني شهزاده ژباړن و چې له فرانسوي يې الماني ته ژباړلی و.
نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button