سرپل: د ولایت مرکز محاصره او لسګونه نور عسکر طالبانو ته تسلیم شول

  عزم،جمعه، ۲۱غبرګولی۱۴۰۰): وروسته تر هغه چې طالبانو د سوزمه قلعه ولسوالۍ مرکز او امنیې قومانداني ونیوله او د ۶۵ په شاوخوا کې عسکر ورته تسلیم شول؛ تازه راپوورونه وایي چې ددغه ولایت مرکز هم د طالبانو لخوا محاصره شوی او په لسګونو عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، نن ماسپښين د سرپل مرکز ته څېرمه بغاوي سیمه کې د ملي اردو څلورم کنډک او د سنګ توده کې درې امنیتي پوستې له خپلو پوځي تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ددغه ولایت د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وایي چې په تسلیم شويو عسکرو کې ۵۰ تنه د ملي اردو او ۱۵ د ملي پولیسو عسکر شامل دي.
نوموړی زیاتوي دا مهال د سرپل مرکز له څلورو خواوو د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلی دی.

بل لور ته د جعیت اسلامي، وحدت اسلامي او جنبش ګونډ ټوپکوالو ویلي چې که د ولایت پر مرکز د طالبانو لخوا برید وشو، دوی به له ټولو اختلافاتو سربیره بیا هم د هغوی پر وړاندې متحده جبهه ایجادوي او د دولتي عسکرو ترڅنګ به دریږي.

ځایي سرچینې وایي چې دا مهال له جوزجان څخه تر سرپل پوري د عمومي سړک ټولي پوستې د طالبانو لاس ته لویدلې او یاده لویه لاره په ټولییزه توګه د طالبانو تر واک لاندې راغلې ده.
بل لور ته شاهین قول اردو وایی چې هڅه کوي د دغه ولایت د سقوط د مخنیوي لپاره هلته تازه کمانډویان ولیږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: