غور کې د ۲ قومندانانو په ګډون ۲۰ تنه عسکر وژل شوي

عزم(شنبه، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): طالبان وایي بیګا شپه یې د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د ملي امنیت اړوند د اربکیو پولیسو په یوه لویه قرارګاه برید کړی دی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې په دغه برید کې یوه لویه قرارګاه او ۳ نورې پوستې نیول شوي، داربکیانو مشهور قومندان فضل احمد او د استخباراتو مدیر شراف الدین سره له ۲۰ تنو وژل شوي دي.

احمدي همدا راز ویلي چې ۸ تنه یې ژوندي نیولي، زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د یاد ولایت شهرک ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ولویده او تر څو ورځو وتلو وروسته یې لا هم تر واک لاندې ده.

د یادونې وړ دی چې بیګا شپه د کندز ولایت علي اباد ولسوالۍ باندې هم برید شوی چې لا هم جګړه روانه ده څو پوستې سقوط شوي او اوس جګړه د ولسوالۍ تر مرکز رسیدلې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button