طنز: منافق مؤذن!

د چرګانو پلورونکي او هندوانو پلورونکي سره دعوه شوه، دعوه یوه رشوتخواره قاضي ته ولاړه، د چرګانو وال یو قفص چرګان او د هندوانو وال پینځه هندوانې؛ ورولیږلې. ښکاره خبره وه چرګان قیمتي او هندوانې کم قیمته وې، نو پرېکړه به د چرګانو وال په ګټه کېده، ماخوستن د قاضي صاحب مېرمنې یو چرګ غوړیو کې وریت کړ او قاضي صاحب تر ستونې ښکته کړ. مېرمنې یې هم له چرګ نغړلو وروسته د چرګانو وال په ګټه د پرېکړې سپارښتنه وکړه.
مېرمنې یې هندوانه راوړه، قاضي چاړه ورپسې راوایستله، د هندوانې په ګېډه یې ومنډله او د هندوانې له ګېډې په شرنګهار تک سپین دراهم راتویه شول! نورې هندوانې یې وڅیرلې، له ټولو همداسې تک سپین دراهم په روح خوښانده شرنګهار سره راتویه شول. قاضي اراده بدله کړه، سبا یې چې د هندوانو وال په ګټه فیصله اعلان کړه، دستې د چرګانو وال په قهرجنه لهجه ورته وویل: قاضي صاحب د سهار د مؤذن څه ګناه ده؟!! قاضي ورته وویل: د سهار مؤذن منافق دی! اذان کوي او لمانځه ته نه ځي! د هغه بل زړه د سپین ایمان له سپینو رڼاګانو ډک دی، هغه سره داسې منافقان ډغرې نه شي وهلی.
استاذ حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button