ټولګټو وزارت: که د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک د استملاک ستونزه حل نه‌شي، پاتې چارې یې نه بشپړېږي

عزم(یکشنبه، ۲۳، غبرګولی ۱۴۰۰): د ټولګټو وزارت وايي، که د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک د استملاک ستونزه حل نه‌شي، د دې پروژې پاتې چارې نه بشپږېږي.

د یاد وزارت وزیر نجیب الله یمین د ننګرهار له قومي مشرانو غوښتي، که د دې سیمې خلک مرسته ونه کړي د سړک پاتې چارې همداسې پاتې کېږي.«د سیمې خلک باید وهڅول شي چې د استملاک ستونزه پر خپل وخت هواره کړي، ګنې مرستندویه بانک د پیسو له ورکړې لاس پر سر کېږي.»

تېره میاشت د ټولګټو وزارت ویلي وو، د دې سړک د پاتې چارو سروې پیل شوې ده او ډېر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي.

د کابل – جلال آباد دویم لین سړک ټول ټال ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري چې د رغونې لپاره پر دوو برخو وېشل شوی دی.

لومړۍ برخه یې د کابل له بګراميو څخه تر څپرې پورې ( ۵۰ ) کیلو متره او دویمه برخه یې د څپرې څخه تر سره رود  ولسوالۍ پورې (۱۰۰ ) کیلو متره اوږدوالی لري چې له ډلې څخه یې د لومړۍ برخې ۳۲ کیلو متره او د دویمې برخې ۳۳ کیلو متره سړک بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوی دی.

د پاتې ۸۵ کیلو متره سړک د رغولو لپاره د اسیا پراختیايی بانک له خوا په ۲۰۱۲ کال کې ۱۱۱ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي خو تر اوسه هم د دې سړک د استملاک ستونزه نه ده هواره شوي«تر هغه به ټولګټو وزارت ته د دې سړک لپاره ځانګړې شوې پیسې ورنه کړل شي چې د سړک پر مسير د استملاک چارې بشپړې نهشي.»

ټولګټو وزارت د ۱۳۹۹ کال د دلوې میاشتې پر ۴مه نېټه د ننګرهار ولایت د مقام، سیمه ییزو شوراګانو او قومي مشرانو په بشپړې همغږۍ سره سیمې ته پنځه تخینکي ټیمونه د سروې او استملاکي چارو لپاره واستول چې د سروې چارې یې بشپړې او استملاک يې تثبت شوی خو لا په سېمه کې ځينې خلک د استملاکې چارو په وړاندي خنډونه جوړوي.

د کابل ــ جلال اباد دویم سړک د ننګرهار له مرکز، سره رود، خوږیاڼیو، شېرزاد او حصارک ولسوالیو تېرېږي. د یادو ولسوالیو ځايي خلک وايي، د سړک د تېرېدو پر مهال یې کورونه، ځمکې او نور تخریب شوي؛ خو تر اوسه پیسې ورکړل شوي نه دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button