د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو کچه لوړېږي

عزم(یکشنبه، ۲۳، غبرګولی ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وايي، اوسمهال د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د افغانستان وچه او تازه مېوه صادرېږي، چې مهم یې زعفران، ځڼغوزي، بادام، ممیز، پسته او وچ زردالو دي. «دغه مېوې دمګړۍ د اروپايي او نورو هېوادونو ترڅنګ په چین، هندوستان، عربستان، تاجکستان او قزاقستان کې ښه مارکېټونه لري.»

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بهر ته د افغانستان د وچوو مېوو په صادرولو کې په پراخه کچه بدلون راغلی او د مېوو مسلکي مامورین یې په پروسس، کیفیت، کمیت او بسته بندۍ باندې ډېره خواري کوي. «له جګړو نه وړاندې د افغانستان وچه مېوه په ټوله نړۍ کې مشهوره او ښه مارکېټ یې درلود. خو جګړې او ناخوالې ددې لامل شوې، چې په نړیواله کچه د صادارتي موادو نه سټنډرډ کېدل او په نړیواله کچه د مالونو نه بسته بندي یې نړیوال شهرت راکم کړ.»

د خبرپاڼې له مخې، څو ورځې وړاندې قزاقستان ته د وچوو زردالو د صادراتو لړۍ پیل شوه او پرو سږکال کاناډا ته هم ۱۴ ډوله وچه مېوه صادره شوې وه. «د افغانستان محصولات ښې ځانګړنې او کیفیت لري، د افغانستان اقلیم او خاوره د کرنیزو محصولاتو او مېوو لپاره ځانګړی امتیاز دی، نسبي ښېګڼې چې لرو باید له هغه څخه ګټه پورته کړو او معیاري محصولاتو چمتو کړو ترڅو زموږ پېرېدونکي زیات او نړیوال معیار سره برابر شو. اوس د افغانستان کرنیز محصولات خلیج، منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ته صادرېږي.»

په خبرپاڼه کې د کرنیزو محصولاتو د صادرولو لپاره د لارو جوړول هم ښه بلل شوي او ډېره وچه او تازه مېوې د جادي ترانسپورت، اورګاډي او هوايي دهلېزونو له لارو صادرېږي.

«د ټولو افغانانو مسوولیت دی، چې په دې برخه کې کار وکړو. خپل صادرات زیات او د محصولاتو کیفیت ښه کړو.  نړیوالو مارکېټونو ته د وچوو او تازه مېوو د صادراتو په پار، هلې ځلې کېږي، چې په بېلابېلو زونونو کې د وطني محصولاتو د بسته بندي مرکزونه جوړ شي تر څو د هېواد د صادراتي محصولاتو بسته بندي د نړیوالو معیارونو په کچه ترسره شي.»

د افغانستان محصولات دنړۍ په ټولو مارکېټونو کې نوموتي او ښه نوم لري، مهمه خبره داده، چې یاد بازارونه څنګه و پېژندل شي او د صادراتو لارې ورته خلاصې شي، په یو بازار باید متکي و نه ووسو. امکانات پراخ شوي دي، چې محصولات معياري او نړيوال کړو بايد له پخوا لا جدي کار وکړو ترڅو د صادراتو کچه لوړ او معیاري شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button