اردوغان : پوتین دې د الوتکې په سقوط له اور سره لوبې نه کوي

ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه غونډه کې د روسې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته خبرداری ورکړی دی چې د الوتکې په سقوط دې اور سره لوبې نه کوي .

اردوغان وایي د الوتکې له سقوط وروسته یې روسیې نه غوښتنه کړې چې خبرې ورسره وکړي خو غوښتنه یې  نه ده منل شوې .

اردوغان وایي نه غواړي له روسیې سره یې اړیکې خرابې شي .

ښاغلي اردوغان د روسیې دا خبره ناسمه بللې چې سوریه کې د داعش ډله په نښه کړې ، اردوغان وایي د چاپیریال په اړه کیدونکي کانفراس کې به مخامخ له پوتین سره د مسلې د هوارولو خبرې وکړي .

اردوغان وویل ، روسیه په هغو ډلو بریدونه کوي چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد  مخالفې دي ، اردوغان وایي ، د سوریې په مخالفینو بریدونه له اورسره لوبې کول دي ، ټوله نړۍ یې مني چې ترکیه د الوتکې د سقوط پېښه کې په حق وه .

د پوتین صلاحکار د اردوغان د خبرو په غبرګون کې ویلي ، د پوتین غوښتنه ده چې  په دې اړه هر ډول خبرو وړاندې نه ترکیه بښنه وغواړې .

د سه شنبې په ورځ د الوتکې له سقوط وروسته روسیې د ترکیې پر ضد پراخ بندیزونو لګولو اعلان وکړ ، او هم یې ترکیې ته د ویزې نه پرته تګ راتګ بند کړی دی .

اصف افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button