له ځینو خیاطانو بیخي حیا تللې!

«اذا فاتک الحياء فافعل ما شئت.»
يعنې: کله چې حيا در څخه لاړه، نو بيا دې چې زړه څه غواړي، هغه کوه.
رښتيا هم له ځينو افغانانو بيخي حيا تللې ده، چې خپلې ځاني او شخصي ګټې يې خوندي وي، هر ټيټوالی او سپکاوی مني. د دين او هېواد دښمنان نازوي او د خپل ملت بچيان تحقيروي، تړي، وژني او بنديانوي. د وطن او خاورې فرزند يې چې هر څومره توهينيږي، دی يا دوی خوند ترې اخلي او چاغيږي. (افسوس!)
کله چې صليبيانو پر افغانستان زمکني او هوايي يرغلونه پېل کړل او د اسلامي امارت مجاهدينو هم ښه مقاومت وکړ، د شمالي ټلوالې شغالان له يرغلګرو څخه زيات پرېشان وو؛ نو ځکه خو پوهاندانو او پروفيسرانو صليبيانو ته وويل: د اسلامي امارت پر مجاهدينو باندې لږ غټ غټ بمونه را وغورځوئ!
هو! د صليب زامنو ته يې په (په خپل آند) غوره مشوره ورکړه، په ډالرو کې يې زيادت وشو او غلامي يې هم پخه شوه؛ اما دې ته يې فکر نه و، چې تاريخ يې څنګه شو، د شوروي اتحاد خلاف جهاد ته يې اوس خلک (افغانان او د اسلامي تحريکونو افراد) په کومه سترګه ګوري!!؟
د نړۍ په هر هېواد کې داسې اشخاص وي چې د اشغالګرو ملاتړ کوي، د دنيا څو ورځې ژوند په پام کې ونيسي، يرغلګر خپل مسکن او مأمن ته راولي، بيا د هغو نيواکګرو پر مټ په خپل ولس ظلم شروع کړي. د هغوی د خوښې لپاره د هېواد ملي ارزښتونه او اسلامي اساسات له پښو لاندې کړي.
وحشي مارشال دوستم خو کله چې په جذبه کې راشي، د ښکيلاکګرو مردار شويو عسکرو ته د شهادت مقام ورکوي، ډېری نورو سياستوال بيا کفري هېوادونو ته د دوستانو خطاب کوي، لکه وايي: دوست هېواد هندوستان، دوست هېواد کاناډا! که د افغانستان سياستوال د اسلامي نړۍ لويو پوهو علماؤ ته مراجعه وکړي او کافرانو ته د دوست کلمې د کارولو په اړه ترې وپوښتي، بيا به يې ماغزه پرې خلاص شي!
هو! هر چا يعنې د کابل ادارې هر يو مسؤل په خپل ځای جرمونه ترسره کړي دي، د کابل ادارې پخوانی مشر حامد کرزي په خپله دوره کې د افغانستان (۱۰۰۰) مډالونه او نښانونه صليبي اشغالګرو ته ورکړل او هغوی يې پرې ونازول. که دا مډالونه د شاه شجاع، ببرک کارمل او د دوی غوندې د نورو غلامانوو په نومونو وای، څه باک يې نه درلود؛ ولې دا مډالونه خو د علي شيرنوايي، ملا مشک عالم، سردار محمدايوب خان (د ميوند فاتح)، سيد جمال الدين افغان، کاتب هزاره، مير مسجدي خان، مير بچه خان، عبدالمجيد زابلي، پاچا امان الله خان او د ميوند د اتلې ملالې ميوندۍ په نومونو دي، چې په دوی کې زياترو د استعمارګرو پر وړاندې د جهاد سنګرونه ګرم ساتلي او پر دښمن يې ميندې بورې کړې دي او د شجاعتونو له امله مډالونه د دوی پر نومونو جوړ شوي. دا مډالونه د اسلامي اُمت له مبارزينو، پوهانو او علماؤ سره ښاييږي، نه د استعمارګرو له نظامي او پوځي افرادو سره. څه ښه وايي: «لا تنثر در امام الخنازير.» مرغلرې د خوګانو او خنزيرانو پر وړاندې مه شينده! ولې له بده مرغه چې خوله ور او ژبه ور کرزي د افغانستان مډالونه او نښانونه په خپله اوږده دوره کې خيرات کړل. ايله يې زر مډالونه او نښانونه د صليب د زامنو په اوږو او غاړو کې ور وټومبل او وځړول!!!
اما اوسنی ارګمشر له ده هم څو ګامه وړاندې ولاړ او په شپږ نيمو کلونو کې يې شپږ زره مډالونه او نښانونه صليبيانو ته ورکړل، چې په دې کې يې (۱۴۵۷) مډالونه نظاميانو ته ورکړل؛ هغه چا ته يې ورکړل چې هره ورځ يې د ملکي افغانانو له وژلو خوند اخيستی، افغانان يې په شهادت رسولي، افغانان يې تحقير کړي او بنديان کړي دي.
ډېر کله د اشرف غني هواداران د هغه د مليتوب خبرې کوي، وايي: په هېواد مَېن دی، د هېواد مشاهير ور باندې ګران دي؛ آيا ګرانښت داسې وي چې د هېواد او ملت دښمن په مډالونو ونازوي او که هغه (دښمن) ووژني، له هېواده يې وشړي؟ آيا وزير محمد اکبر خان مکناټن ته مډال ورکړ، که په تمانچه يې وويشت!؟ ډاکټر برايډن يې په کوم حالت کې تر جلال اباده پورې ورساو!؟
له دين او هېواد سره مينه دا ده، چې د دين او هېواد له دښمن سره دښمني وساتي، عملي دښمني ورسره وکړي او دا له دين او هېواد سره مينه نه ده، چې هغوی ته مډالونه ورکړې.
دا نښانونه پر هغو کسانو ووېشه او د هغو پر غاړو کې يې را وځړوه، چې دين او هېواد څخه دفاع کوي!
له ارګمشر او انډيوالانو نه څخه يې حياء او شرم تللی، نه شرم لري او نه حياء! ځينې داسې کسان هم شته، چې پاچا امان الله خان، سردار محمد داود خان، ډاکټر نجيب او اشرف غني څلور واړه د هېواد اتلان او هېروګان ګڼي او يو شان يې بولي؛ ولې د دوی ترمنرځ ستر توپير دی. امان الله خان د ملت د ملاتړ په زور له انګلستانه استقلال وګاټه، سردار محمد داود خان شهيد کمونستانو ته تسليم نه شو او د هغوی په مرمريو سوری سوری شو؛ ولې ډاکتر نجيب د خپلو نازوليو ګلمجمو په واسطه د ملګرو ملتونو دفتر ته وتښتېده او بيا د ميرويس نيکه د بچيانو (طالبانو) په لاس په دار شو او په خپله جزاء ورسېده.
او اشرف غني مسکين د صليبيانو د مټو پر زور تر ارګه رسېدلی، د هغو زوم دی، ښځه يې عيسوۍ ده او دی د صليبيانو ايجنټ دی. نو د دې څلورو اشخاصو ترمنځ ستر توپير دی، واقعاً امان الله خان خپلواکي واخيستله، داود خان وساتله، نجيب او ملګرو يې زمونږ استقلال په شورويانو خرڅ کړ او اشرف غني صليبيانو ته قضايي خونديتوب ورکړی، له ملت او هېواد سره يې خيانت کړی او کوي يې!!
ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button