د مسلمانانو له حقوقو سره احتیاط

حضرت عمر رضی الله عنه ته مسک او عنبر د بحرین نه راغلل.
ویی ویل: کاش یوه داسې ښځه وای چې ښه وزن یی کولی شوی، تر څو یی د مسلمانانو ترمنځ تقسیم کړی وای؟
حضرت عاتکه رضی الله عنها (د ده بي بي مبارکې) ورته وویل زه ښه تول کولی شم!
حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل: نه ته یی مه تقسیموه!
هغې ورته وویل: ولې؟
حضرت عمر رضی الله عنه ځواب ورکړ: زه ویریږم چې ته یې داسې نه کړې (د سترګو او غوږنو مابین ته یې اشاره وکړه) او بیا به غاړه ورباندی مسحه کړې؛تا ته به د مسلمانانو زیات شی در ورسیږی.
د حضرت عمر ابن عبدالعزیز په وړاندی د مسلمانانو مسک (یو ډول خوشبویی ده) تقسیمدل هغه مبارک خپلې پوزې ته لاس ونیولو او بوی یی له پوزې بند کړ او ویې ویل: د دې مسکو نه همدا فایده اخیستل کیږی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button