پوهېږئ فیسبوک هره ورځ د نفرت خپرېدو له ویرې څومره پوسټونه ډیلیټ کوي؟

عزم (جمعه، ۲۸غبرګولی۱۴۰۰): په ټوله نړۍ کې اوس له ۲ بیلیونو زیات وګړي د ټولنیزو رسنیو تر ټولو مشهور اپس (فیسبوک) کاروي او د همدې نیمايي (یو بیلیون) یې بېا واټس اپ هم کاروي. همداراز ټویټر، انسټاګرام، ټیلګرام، ایمو، وایبر او ګڼ نور پروګرامونه هم هره ورځ د میلیونونو وګړیو ترمنځ د خبرو کولو، نظر ښکاره کولو، ګټورو معلوماتو خپرولو، زده کړو، سوداګرۍ، تفریح او نورو برخو له پاره کارول کیږي؛ خو ځینې خلک ترې ډېره بده ګټه کوي او له همدې ګټورو لارو نفرت خپروي. ایا پوهېږئ چې فیسبوک به هره ورځ د نفرت نه خپرېدو له امله څومره پوسټونه ډیلیټ کوي؟
که ځواب مو نه وي؛ نو باید چې لاندې کرښې ولولئ.
ډېر کله د خلکو ترمنځ په پوسټونو او کمینټونو کې شخړه رامنځته کیږي او یو بل ته له ښکنځلو نیولې تر مذهبي، کلتوري او جغرافیوي سپکاوي پورې خبره رسیږي، چې فیسبوک یې اوس د مخنیوي جدي هڅې پیل کړې.
د یادې ادارې رهبري وایي: شاوخوا ۴۵۰۰ کارکونکي یې په دې دنده لګولي، چې د خپلو مشتریانو له پوسټونو داسې مواد لیرې کړي چې نفرت او کرکه راپاروي.
د یادې ادارې په وینا: فیسبوک هره اونۍ ۶۶۰۰ پوسټونه له بیلابیلو اکاونټونو، صفحو او ګروپونو لیرې کوي، تر څو د بېځایه شخړو او سپکاوي مخنیوی وشي او د نفرت لمن ورټوله شي.
چې په دې حساب سره له فیسبوک نه هره ورځ ۹۴۲۸ پوسټونه ډلیټ کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button