د مور غېږ د نابغه ګانو د پاللو ځای

د مور کلمه هغه خوږه کلمه ده، چې انسان ته ورياده شي يا يې په خوله ووايي، د ژوند ټولې ستړياوې يې هېرې شي او دا هم تجربې ثابته کړې چې کله اولاد ته مشکل پيدا شي، لومړی غږ او فرياد مور ته کوي او بيا وروسته پلار ته اواز کوي.
په پښتو، عربي، فارسي او اُردو کې د مور په نوم کې (م) شتون لري. پښتو کې (مور)، عربی (اُم)، فارسي (مادر)، ارُدو (ما) او په انګليسي کې هم (Mother) ورته وايي.
مور ته اسلام لوړ مقام او منزلت ورکړی دی. نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته يو صحابي راغی، ورته ويې ويل: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! من احق بحسن صحائي؟ قال: اُمک. قال: ثم من؟ قال: اُمک. قال: ثم من؟ قال: اُمک. قال: ثم من؟ قال ابوک. (متفق عليه)
ژباړه: څوک ډېر حقدار دی چې زه ښېګڼه او احسان ورسره وکړم؟ هغه ورته وويل: «ستا مور» ده وويل: بيا څوک؟ هغه ورته وويل: «ستا مور». ده وويل: بيا څوک؟ هغه ورته وويل: «ستا مور» ده زياته کړه: بيا نو څوک دی؟ هغه وويل: «ستا پلار».
مور له هر چا څخه زيات حق لري، بايد ښېګڼه ورسره وشي.
عن ابن عمر ان رجلا اتی النبي صلی الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله! انی اصبت ذنبا عظيما هل لی من توبة؟ قال: «هل لک من اُم.» قال: لا. قال: «وهل لک من خالة؟» قال: نعم. قال: «فبرها». (رواه الترمذي) له ابن عمر رضی الله عنهما نه روايت دي، بېشکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته يو سړی راغی، نو ويې ويل: يا رسول الله! ما يوه ستره ګناه کړې، نو آيا زما د توبې قبلېدو څه لاره شته؟ هغه ورته وويل: «آيا ته مور لرې؟» ده وويل: نه. هغه ورته وويل: «نو آيا توړۍ دې شته؟» ده وويل: هو، شته. هغه صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «نو له هغې سره ښېګڼه او نيکي کوه.»
مور ستر مقام لري او دا مقام اسلام وربښلی دی. په نورو تحريف شويو اديانو، لکه: يهوديت او نصرانيت او همدا شان له ځانه جوړو شويو دينونو کې، لکه: بوداييزم، هندوييزم، طاوي ييزم او … کې مور هيڅ مقام او ځای نه لري او یوازې خیالي مقام پکې ورکړل شوی. همداراز اوسنۍ دېموکراسي هم مور ته څه درنښت او قدر نه دی ورکړی. زوی، پلار، لور او مور ټول به ځان ته رزق او روزي برابروي، يا په بل عبارت هر يو به ځان ته خوراک، څښاک، پوښاک او د هستوګنې ځای پيدا کوي. په لويديځه ټولنه کې چې مور او پلار د زړښت حالت ته ورسيږي نو لور او زوی يې د کمزوريو او زړو مرکزونو ته بوځي او هلته يې ميشت کړي.
ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button