د طالبانو له پرمختګونو سره هممهاله کمانډو ځواکونه شدیدې ضربې خوري: نیویارک ټایمز

عزم نیوز (جمعه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۰): امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جون په ۱۷مه د طالبانو له پرمختګونو سره هممهاله د کابل حکومت د کمانډو ځواکونو د تلفاتو پر زیاتېدو راپور خپور کړی دی.

په راپور کې د چارشنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې د طالبانو په برید کې د ۲۴ کمانډویانو وژل کېدو ته اشاره شوې، او دا د کابل حکومت ځانګړو ځواکونو ته ”شدیده ضربه“ بلل شوې ده. راپور وايي ځانګړي ځواکونه دا سخت ګوزار په داسې وخت کې خوري چې دمګړۍ یوازې همدا قطعې دي چې د نورو سیمو له لاندې کولو یې طالبان راګرځولي دي.

د محمد حکیم په نوم د ملېشو یو قومندان، چې د فاریاب د دولت آباد له جګړې ژوندی خلاص شوی، نیویارک ټایمز ته د دې خونړي برید په اړه ویلي، ”کله چې طالبان دولت آباد ته راغلل، کمانډویان یې محاصره کړل او تر یوه ساعت کم وخت کې یې ووژل“.

دا کمانډو عسکر تللي وو چې له طالبانو دولت آباد ولسوالي بېرته ونیسي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د فاریاب په څېر کیسه د افغانستان په اوږدو کې روانه ده. د پنجشنبې په ورځ د دولت آباد همسایه ولسوالي شیرین تګاب هم سقوط شوه، څو سوه امنیتي عسکر یا ونیول شول او یا هم تسلیم شول. طالبانو تر سل زیات وسایط او سلګونه میله وسلې ونیولې. په همدې ورځ طالبان له سختو هوايي بریدونو سره سره د هلمند ګرشک ولسوالۍ ته ننوتل. او په زابل کې بیا قومي مشرانو د شینکۍ ولسوالۍ له یوه بېسه سلګونه عسکر له طالبانو سره په تفاهم وایستل.

راپور وايي، د کابل حکومت وروستیو شکستونو او د خاورو بایللو طالبان قوي کړي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یې د افغانستان برخلیک له پوښتنې سره مخ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، اوس چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته د امریکا د هوايي ملاتړ هیڅ ضمانت نشته، نو افغان قومندانان په دې اړه د سختو پرېکړو کولو ته اړ دي چې کوم بېسونه باید وساتي او کوم پرېږدي.

په راپور کې راغلي چې د دولت آباد په وژل شویو کمانډو عسکرو کې د سهراب عظیمي په نوم ۳۰-کلن تورن هم و، چې خپلې ځینې زده کړې یې په امریکا کې کړې وې. د عظیمي دنده د هوايي الوتکو راغوښتل و. د سهراب عظیمي یوه انډیوال نوموړی غوره ملګری بللی او وايي، ”زه نور د خپلو ملګرو مرګونه نشم زغملای“.

نیویارک ټایمز وايي هوايي او کمانډو ځواکونه د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو هغه دوې ستنې دي چې طالبان یې له ښارونو دباندې ساتلي دي، خو کمانډویان د اوج تر نقطې زیات کارول کیږي، پرلپسې له یوه ځایه بل ته لېږل کیږي څو له مهمو سیمو طالبان وباسي. دوی خپلو شپنيو دوربینونو، خپلمنځي باور او د غرب له غوره پوځي قطعو سره یوځای روزنې له خپلو دښمنانو سره سیال کړي دي.

نیویارک ټایمز د راپور په پای کې د وژل شوي کمانډو عسکر سهراب عظیمي د یوه ملګري خبره رااخیستې چې وايي، ”موږ ماتم کوو. طالبان یې لمانځي. او دا ډېر درد لري“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button