د بلخ چهاربولک ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې

عزم(یکشنبه، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰): سیمه ییزې سرچینې وایي چې د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ له اوږدې محاصرې وروسته د طالبانو په لاس سقوط شوې او لسګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

دچهاربولک ولسوال عطامحمد شرفیار رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې، چې ولسوالۍ کې یو شمېر پولیس او چارواکي طالبانو ته تسلیم شوي خو د ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه وایي.

طالبانو هم تایید کړې چې د چهاربولک ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې دولتي ودانۍ یې نیولې په کې میشت ټول عسکر له خپلو وسلو، وسائطو او تجهیزاتو سره یو ځای دوی سره یوځای شوي دي.

د بیګا شپې راهیسې دا اتمه ولسوالۍ ده چې د دولت له ولکې وځي، تر دې وړاندې د لوګر خروار، د سمنګان دره صوف بالا، د تخار چال، نمک آب، خواجه غار، ینګي قلعه او هزار سموچ ولسوالۍ سقوط شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button