جوزجان: طالبانو د خانقاه، فیض آباد او منجیګک ولسوالۍ او د آقچې بالاحصار ونیوه

  عزم،یکشنبه، ۳۰غبرګولی۱۴۰۰):د جوزجان ولایت سیمه ییز خبریالان وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې مهم پرمختګونه کړي او دوه ستراتیژیکې ولسوالۍ «فیض آباد، منجیګک او خانقاه» یې د دولتي ځواکونو له کنترول ایستلې دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا منشي محمدشریف شریفي وایي، طالبانو نن غرمه مهال د خانقاه ولسوالۍ له کومې جګړې پرته نیولې او امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ له مقر نه پښې سپکې کړې دي.

طالبان هم تائیدوي چې یاده ولسوالۍ یې نیولې او ترڅنګ یې د فیض آباد ولسوالۍ د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: « د جوزجان ولایت خانقاه او فیض آباد ولسوالیو مرکزونه، امنیه قومندانیو تعمیرونه او ټول ملحقات د دښمن له وجود څخه پاک او د مجاهدینو په کنترول کې شول.»
مجاهد وایي چې دولتي عسکر د تلفاتو په لیدلو سره له سیمې وتلي او ټولې وسلې او تجهیزات یې دوی ته په لاس ورغلي دي.

طالبانو دغه راز دغه ولایت کې د دریمې ستراتیژیکې ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې او ویلي یې دي چې منګجیک ولسوالۍ مرکز یې هم له اړوند امنیتي تأسیساتو او نورو ملحقاتو سره یوځای له دولتی عسکرو نیولی دی.
طالبان وایي، له یادې ولسوالۍ هم دولتي عسکرو شاتګ کړی او وسلې او تجهیزات یې ددوی لاس ته ورغلي دي.
د طالبانو ویاند ویلي، دا مهال دولتي عسکر د یادې ولسوالۍ په امنیې قومندانۍ کې تر محاصرې لاندې دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره ورځ د یاد ولایت د آقچې ولسوالۍ بالاحصار چې حاکمه نقطه بلل کیده، د طالبانو لاس ته لویدلې ده
طلبان وایي،د بالاحصار د نیولو پرمهال ورته شاوخوا ۱۶تنه عسکر تسلیم شوي اږ د نقدي مرستې په ورکولو سره بیرته خپلو کورنیو ته لیږل شوي دي.
طالبان وایي، یاد بالاحصار کې یې ۵ ټانګونه، یو رینجر، یوغټ موټر او ډیره وسله او مهمات نیولي دي.
تر دې مهاله ځایي چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي.
طالبانو نن ورځ په تخار کې ۷، جوزجان کې درې، سمنګانو، بلخ او کندز کې یوه یوه ولسوالۍ ترخپل واک لاندې راوستلې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button