د پکتیا ځاځي آریوب ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولویدله
عزم(دوشنبه، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰): له پکتیا ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې د دغه ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې ده.
ویل شوي چې دولتي منسوبین له ولسوالۍ وتلي او ولسوالۍ یې طالبانو ته پریښې ده.
طالبانو هم منلې چې یاده ولسوالۍ یې تر څو ورځنۍ محاصرې وروسته لاسته لویدلې.
طالبانو ویلي دولتي ځواکونه د تلفاتو په لیدلو له ولسوالۍ وتلي او ولسوالۍ د دوی لاسته لویدلې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: «د ځاځي اریوب ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، ګڼې پوستې او شاوخوا ټول ملحقات له ګوي کنډو څخه تر سپینې شګې پورې د مجاهدينو لاسته ورغلل.»
مجاهد زیاتوي چې دولتي عسکرو او مسئولينو د قومي مخورو په منځګړيتوب حقيقت درک کړ او له “مجاهدينو” سره په يوځای کیدو سره یې ټولې وسلې، لوازم او تجهیزات هغوی ته سپارلي دي.
د یادونې وړ دی چې وړمه ورځ هم د پکتیا میرزکې ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته لویدلې وه او د زرمت او لجې منګل ولسوالۍ اوس مهال د محاصرې په حال کې دي.






