پکتیا: طالبانو د «څمکنیو» ستراتیژیکه سرحدي ولسوالۍ ونیوله

عزم،سه شنبه،۱ چنګاښ، ۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو د پکتیا ولایت د څمکنیو سرحدي ولسوالۍ نن ماسپښین مهال په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.
ځایي سرچینې وایي، دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کنډک، د پولیسو قومانداني او ټول امنیتي پرسونل د یوه تفاهم له لارې له جګړې پرته د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو د ولسوالۍ نیول کیدل تائید کړي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي دي چې: « نن ماسپښين د پکتیا ولایت څمکنو(شهرنو) ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټول ملحقات له دښمن څخه تصفیه او په بشپړه توګه د مجاهدینو په کنترول کې شول.»
طالبان وایي، یاده ولسوالۍ کې په زیاته کچه وسلې، وسائط او مهمات ددوی لاس ته ورغلي او دامهال یې د ولسوالۍ ستر بازار «شهرنو» هم تر کنترول لاندې راغلی دی.
د پکتیا ځایي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.
څمکني ولسوالۍ د پکتیا مهمه سرحدي ولسوالۍ بلل کیږي چې له همدې مسیره په ورځنۍ توګه په پراخه کچه د سوداګریزو توکو صادارات او واردات ترسره کیږي.
طالبانو تر دې وړاندې د یاد ولایت میرزکه، ځاځي آریوب، احمدخیل او لجه منګل ولسوالۍ هم نیولې وې.






