يمن: دحوثي یاغیانو د مشر عبدالمالک حوثي ورور ابراهیم بدرالدین حوثي ووژل شو

دسعودي عربستان په مشرۍ دعرب ائتلاف په هوايي برید کي دحوثیانو دمشر عبدالملک حوثی ورور ابراهیم بدرالدین حوثی وژل شوی دی.

دالعربیة له راپورسره سم ابراهیم حوثی دصعدة ولایت په سرحدي سیمه آل صیفي کي وژل شوی دی.

په دغه هوايي برید کي له ابراهیم بدرالدین حوثی سره ددوو مشرانو په ګډون ۸ تنه نور جنګيالي وژل شوي دي.

ابراهیم بدرالدین حوثی دزیاتو عملیاتو مشري ترسره کوله او په ځانګړې توګه په سعودي عربستان بریدونه هم دده له لوري تنظیم کیدل.

تراوسه حوثیانو دخپل مشر ابراهیم حوثی دوژلو په اړه څه ویلي نه دي.

په ورته وخت کي دولسي مقاومت ځواکونو ویلي، چي دضالع ولایت په شمال مريس سیمه کي يې دحوثیانو یومهم مشر ابواللیث الغریاني ژوندی نیولی دی.

په یمن کي دغه وروستي پرمختګونه په داسي مهال مخي ته راځي، چي په دې وروستیو کي ددغه هیواد په تعز ولایت کي له حوثیانوسره سختي جګړې رواني دي، چي په ترڅ کي یې لسګونه حوثیان وژل شوي او زیاتي سیمي دحوثیانوله ولکې وتلي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button