عسکر ته سر خلاصی لیک!

لیکنه: ابرار بهــــــیر

عسکره! تا چې شل کاله وړاندي له چا سره ملګرتیا شروع کړې وه، ښکاري نن مو تر منځ فاصلې اوږدې شوي دي. ها چې ته به یې پر مخ، شاه، یو او بل طرف کې روان وې او ورته د تلو او راتلو لاري به دې څارلې نن دي هغه شین سترګی یار نسته، نن ته بې یاره او بې سینګاره یوازې د سیمټي دیوالونو تر شاه د مایوسۍ شپې او ورځې تېروې.
عسکره! پوهیږې، تا د داسي چا یارې کړې چې له کلونو، کلونو خواریو، تکالیفو او زحمتونو وروسته بیا هم تا یوازي پریږدي او دوی درڅخه په ډیر تلوار کډې باروي. ایا؟ دا به ستاسو تر منځ د جفا دیوالونه نه وي؟.
عسکره! ستا مبارزه یوازې د هغه چا لپاره وه، چې اوس هم ستا له حال ناخبره، د څو دیوالونو تر شا د پیسو عیش او عشرت خبري کوي، هغوی ستا د حمایې او ساتنې نه بلکې د ځان ژغورلو، زیاتو پیسو او جایدادونو د پیدا کولو په لټه کې دي.
عسکره! ته پوهیږې، چې په ورځو، هفتو او میاشتو، میاشتو محاصره یې، خو هیڅوک دې د خلاصون او اکمال لپاره سر نه پورته کوي. پوهیږې! ستا ژوند څنګ او په کوم حالت کې تېریږي؟.
ستا خوب او خوراک د هغه چا له حال سره مقایسه کړه چې تا یې د دفاع لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې او دوی د څو سیمټي دیوالونو تر شاه ارام خوبونه کوي، نه د موټربم، نه د راکټ او لیزر ږغونه اوري. دا سوچ هم وکړه چې ستا د څنګ مړه ملګري ستا سره په پوسته کې پړسیږي او چنجي کوي او زخمیان دي د مرګ کندي ته لویږي، خو څوک یې د درملنې او انتقالولو غمخوار نسته، نو لیږ له ځان سره محاسبه وکړه چې ژوند دي څنګه او د چا لپاره تیریږي.
عسکره! پوهیږې ستا مبارزه سپېڅلې نه وه/ده. ستا مبارزه یوازي د چوکۍ، منسب، پیسو د ګټلو او د راغلو ( اشغالګرو) د ساتلو لپاره وه. نه د حق د ساتلو او خپلولو لپاره.
عسکره! ته یې د هغه چا پر وړاندي راپورته کړی یې چې، هغه ستا هیوادوال، کلیوال، مسلمان او له نیږدې ملګرو څخه ده، همدا تا ته یې هغه څوک چې ته ورسره جنګیږي او پر کورنو یې چاپې وهې د بل مزدور، د بل غلام او د پاکستان او ځینو نورو هیوادونو لاسپوڅی معرفې کړی، خو په اصل کې همدا ستا رښتینی هیوادوال او مسلمان ورور ده، باور وکړه تا به تر اوسه هم هغه مغرضانه الفاظ چې د دوی په باره کې درته پیچکاري سوي، په یقیني ډول به دي په خپلو سترګو نه وي لیدلي، نو په اصل کې ستا لار غلطه او غولیدلی یې او بس.
عسکره! تا چې د کوم چا پر وړاندې د بغاوت سر پورته کړی او وسله دې اخستې وه، نن دي هماغه پر سر د ترحم لاس کشوي، ستاسو د ټولو غلطیو څخه در تیریږي، که څه هم د جنګ پر میدان مو لاس په لاس ګیر کړي، خو بیا هم درته داسي کلیمې کاروې چې، باور وکړه د انسانې او مسلمانۍ له مخې د یو چا په سترګو کې د ترحُم اوښکې ساندې وهې. او تاسو ته د ورور جان، قربان او برادر قند نومونه اخلې او د اخوت ژوند ته مو رابولي.
عسکره! اوس هم له تا وخت نه ده تیر سوی، اوس هم همدا زرین فرصت له لاسه مه ورکوه، نور د خپلو بې وفا ملګرو او دولت ټولي بې وفایې او نیمګړتیاوي خپل مخ ته کښیږده، او له ځان سره محاسبه وکړه، خپله وسله پر ځمکه کیږده، رب ته توبه ګار سه، پر خپل ځان، کورنۍ او ماشومانو رحم وکړه.
عسکره! که چیرته دا لاره غوره او له تیروتنو لاس په سر سې له خپلو هیوادوالو او د اسلامې نظام له رښتینو سپاهیانو سره یو ځای شې نو په حقیقت کې ته بری موندوکی یې، د یو سوکاله او هوسا ژوند درلودونکی به شې.
حق بیا هم ګټونکی ده، که چیرته پوهیږې!.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button