مجاهده! خپل ځوریدلي ملت ته د ژوند مینه ورکړه!

 

لیکنه: ابرار بهـــیر

دا چې افغان مسلیمه امت د څو پرلپسې کلونو را پدې خوا د ژوند له ټولو خوندونو، سوکالیو او هوسونو څخه محروم پاته سوی، د ارام او سوکاله ژوند بې انتها تږی ده.
مجاهده! ته د ملت د باغ او پټي څخه ټوکیدلی ګل یې، ستا ټوله پالنه، د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو او ستا د نمو ټول اسباب له همدې باغ څخه ترسره کیږي.
مجاهده! ته دې خوار ملت ته د هغې ونې په څیر شه، چې هم میوه کوي او هم یې په باغوان باندي خوندور او پراخ د استراحت لویه سایه غوړولې وي.
مجاهده! څو کلن ځوریدلي ملت ته د پرې پرې شونډانو د زخم پټۍ او مرهم جوړ شه، ها چې ستا سره یې د زړه وینې شریکې کړې وي، ورسره بدل کې د زړه مینه شریکه کړه.
مجاهده! دا هماغه ملت ده، چې د اشغال او طاغوت په مقابل کې په لومړﺉ ورځ ستا سره اوږه پر اوږه دریدلی، ستا خوراک، څښاک د خوب او استراحت بستر دې له همدې ملت څخه وو، مجاهده! ته ملت او ملت ته یې.
مجاهده! په هغو سیمو کې چې ستا تسلط په مکمل ډول خپل سوی، ملت د خپلو ټولو خوښیو څخه برخمند کړه، ټولې صحې، تجارتي، کرهڼیزي، تعلیمې او ورځنۍ اسانتیاوې ورته برابرې کړه، د چا په شخصې ژوند او کارونو کې بغیر له ضرورت څخه مداخله مه کوه، مظلوم ته خپل حق ورسوه، او له ظالیم څخه د مظلوم د حق غوښتنه وکړه.
مجاهده! د مفتوحه ودانیو او غنیمتونو سره پر ټول توان د ساتلو هڅه وکړه، له مسوولیت پورته مسایلو کې مداخله مه کوه، د خپل مسوولیت په بشپړ خیال وساته، که امیر یې د خپلو ماتحتو پوره خیال وساته او د شفقت لاس یې پر سر راتیر کړه او که ماتحت یې د خپلو اومراوو پوره پوره اطاعت وکړه، له امر څخه یې سرغړونه ونه کړې ځکه چې امر یې واجب ده.
د عامو مجالیسو، دوکانونو، تجارت ځایونو او نورو ځایونو څخه له ضرورت پرته ورتګ څخه ځان وژغوره، او د چا د سترګو خار مه جوړیږه.
مجاهده! دا چې ته د یوالي او ورورولۍ سمبول یې، په وار وار دې دا ثابته کړې چې، ګران ملت او هیواد  دې له تجذیې، تعصبګرﺉ، سمت پالنې او قوم پرستۍ څخه په وار وار ژغورلی، دا ځل هم د دې امتحان لپاره کلک تدابیر ونیسه او د کامیابۍ لپاره یې ټول توان او کوښښ وکړه، ان شاء الله ته ګټونکی یې!.
مجاهده! هیڅ کله هم مه وارخطا کیږه، ځکه ملت په څو څو واره دا امتحان ورکړی او په ډیرو سختو پړاونو کې ستا تر څنګ پاته سوی، تر څنګ به دې پاته وي.
مجاهده! اوس د څو محدودو لنډغرو، اربکیو او د نورو کیرایه سویو اجیرانو په تش فیسبوکې پاڅونونو ستا دې لویې او عظیمې مبارزې ته زیان نه رسیږي، ریښتنې ملت ایله اوس د ارام ساه واخسته، همدا ملت ستا سره ده او همدا ریښتنی ملت به تا د سترګو رانجه او د سوي زړه پټۍ وګرځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: