طالبانو یوځل بیا؛ غیرنظامي بهرنیو اتباعواو دیپلوماتانو ته د امنیت ډاډ ورکړ

  عزم سه شنبه،۸چنګاښ،۱۴۰۰):طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یوځل بیا بهرنيو غير نظامي اتباعو، ديپلوماتانو، د سفارتونو او خيريه مؤسسو کار كوونكو ته له خپله لوري د امنیتي خونديتوب ډاډ ورکړی دی.
طالبانوپه خپله اعلامیه کې ویلي، «د هېواد روانو تحولاتو ته په کتو سره د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا ټولو ته ډاډ ورکوي چې زموږ له خوا به بهرنيو غير نظامي او غير امنيتي اتباعو، ديپلوماتانو، د سفارتونو او د خيريه مؤسساتو كاركوونكو ته مشکل او امنیتي خطر نه پېښېږي.»
طالبانو پر هغوی غږ کړی چې کولای شي، خپلو ديپلوماتیکو کارونو او خیریه فعالیتونو ته په عادي توګه ادامه ورکړي.
اعلامیه وایي: «تر کومه چې اسلامي امارت پورې تړاو لري د هغوی د خونديتوب په اړه يې خپل مسؤوليت اداء كوي.په دې اړه دې هېڅوک د اسلامي امارت له خوا اندېښنه نه کوي. »

طالبانو تر دې وړاندې هم په وار وار د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له استازو، د بیلابیلو هیوادونو له چارواکو او نورو لوریو سره په ناستو کې د بهرنیو دیپلوماتانو او غیر نظامي بهرنیو اتباعو ته د افغانستان د راتلونکي په تړاو اطمینان ورکړی وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button