د بھر میشتو افغانانو او د طالبانو د سیاسي دفتر د غړیو تر منځ په ژوندۍ بڼه ناسته
بسم الله الرحمن الرحیم
د ۲۰۲۱ م کال د جون ۲۶/ لندن د ماسپښین ۵ بجې
د راپور چمتو کوونکی: حفیظ الدین پیرزادہ
د غونډې منتظم او د چارو سمبالونکی: حدید الله ذاکري
غونډہ د دکتور عبید الله برھاني لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو پر تلاوت پیل شوہ.
د ذاکري صیب وینا:
څرنگه چې دا غونډہ د سولې او انسجام مشورتي بورډ په نوښت جوړہ شوې نو ذاکري صیب ټولو راغلیو بھر میشتو افغان علمي کادرونو او د اسلامي امارت پلاوي ته د یاد بورډ په استازیتوب ستړې مه شي وویل.
ھغه په ځانگړي ډول د امارت د سیاسي دفتر له مشرانو څخه مننه وکړہ چې د خپلو ټولو بوختیاو سرہ یې په دې غونډہ کې د مشورتي بورډ غوښتنې ته د گډون له لیارې لبیک ووایه.
ھغه د خپلو خبرو په لړ کې وویل: د دې غونډې د تدویر اصلي موخه د بھر میشتو افغانانو په ځانگړي ډول علمې کادرونو اوطالبانو (امارت ) تر منځ د سولې په ھڅو کې د اړیکو پراختیا، انسجام او ھماھنگي دہ او دا ھغه څه دي چې په سیاسي او سولیز ډگر کې یې تشه ډیرہ احساسیږي.
اسلامی امارت د خپل مجاھد ولس له منځه را ټوکیدلی خوځښت دی او د بریالیتوب راز یې ھم له خپل ولس او د ھمدې ولس له علمي کادرونو سرہ د اړیکو، مشورو، او تجربو په شریکولو کې نغښتی دی.
نو ځکه باید کوشش وشی چی دا اړیکې پریمانه، پراخې او ھر اړخیزې وي، د دې علمي کادرونو مشورې باید واوریدل شي او پورہ غور پر وشي.
حقیقت دا دی چی کله کله یوہ وړہ مشورہ د تاریخ لوری بدلوي، زمونږ لپاره یی بهترین مثال د قران غظیم الشان د سورت یوسف نھم مبارک آیت دی.
د یوسف علیه السلام ورونو د ھغه د وژلو تابیا کوله چې کوم یوہ وویل: په کوھي کې یې گوزار کړئ! ښایي کومه قافله پر پیښه شي او له ځان سرہ یې بوځي!
په ھمدې وړې مشورې عمل وشو او د تاریخ لوری بدل شو .
د بھر میشتو افغانانو پیژندگلوي او نوملړ:
۱- استاد روستار ترہ کی ( په نړیواله کچه د افغانستان علمي کادر، د دواړو اشغالونو په مقابل کې یو فعال ځلانده ستوری، زموږ د ټولو ویاړ )
۲- ډاکتر عبد القیوم مومند ( د سیاسي او رسنیزو چارو کارپوہ او د سولې په چارو کی فعال )
٣- ډاکتر عبد القادر ودان ( سیاسي کارپوہ او د سولې په چارو کې فعال )
۵- ډاکتر عبید الله برھاني ( د انسجام د مشورتي بورډ غړی، نړیوال سیاسي تحلیلګر، د سولې په چارو کې فعال او د پوھنتون استاد )
۶- میر عنایت الله آشفته ( د سولې او انسجام د مشورتي بورډ غړی، لسیاسي کارپوہ، تحلیلگر او د سولې په چارو کې فعال )
۷- خوشال رحماني ( لیکوال، د سولی فعال او د انسجام د مشورتی بورډ غړی، په برتانیه کی د اسلامی امارت د تیر دور د ھستې مرکزي نکته )
۱۰- عبد الھادي دولتزی ( سیاسي کارپوہ، د سولې فعال او د انسجام د مشورتي بورډ غړی )
١١- هدایت الله شینواری، د سولی فعال
۱٢- اعتبار خان فطل ( د سیاسي چارو کار پوہ، او په خواله رسنیو کی د سولې فعال )
١٣- رحیم لغمانی ( اقتصاد پوہ، په خواله رسنیو کې د سولې فعال، او د انسجام د مشورتي بورډ غړی )
تر دې لنډې او وجیزې وینا پس، په غونډہ کې د امارت د سیاسي دفتر د پلاوې مشر، شیخ الحدیث محترم شھاب الدین دلاور ته مائک ورکړل شو چې د غونډې گډونوالو ته د روان سیاسي وضعیت په اړہ لنډ مالومات ورکړي او د خپل مل ټیم تعارف له نورو گډونوالو سرہ وکړي.
شیخ صیب د غونډې گډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو لړۍ یې د ورسرہ مل پلاوي په پیژندگلوی پیل کړہ! ھغه خپل ملگري داسې را وپیژندل:
۱- قاري صیب دین محمد حنیف؛ د امارت د رھبري شورا او د مذاکراتي ټیم غړی
۲- مولوي صیب عبد الغني؛ د بدخشان ولایت، د امارت د سیاسي دفتر غړی
۳- محترم عبد اللطیف منصور؛ د امارت د مذاکراتي ټیم غړی
۴- ښاغلی قاری صیب روح الله، له ھیواد والو سرہ د امارت د سیاسي دفتر د اړیکو د ټیم غړی
۵- مولوی صیب نور جلال؛ د مذاکراتي ټیم غړی
۶- مولوی صیب مطیع الحق خالص؛ د مذاکراتي ټیم غړی
۷- محترم سھیل شاھین؛ د مذاکراتي ټیم غړی او د بھرنیو رسنیو سرہ د امارت د سیاسي دفتر ویاند
شیخ صیب افغان روڼ اندو ته وړاندیز وکړ چې خپلې پوښتنې او مشورې جلا جلا مطرح کړي تر څو د امارت ټیم یې پوښتنو ته ځوابونه ووایي او مشورې یې له ځان سرہ واخلي.
تر دې پس شیخ صیب د روانې سیاسي وضعې پر پیچلتیا او د سولې د خبرو پر سست بھیر خبرې وکړې.
ھغه وویل: د امارت مشرتابه د بین الأفغاني تفاھم لپارہ یو قوي ټیم تشکیل کړ چې د غړیو په نوملړ کې یې اکثریت د رھبري شورا غړي دي. د داسې یو مضبوط ټیم جوړولو اصلي موخه ژر تر ژرہ یوې تل پاتې سولې ته رسیدل دي خو د مقابل لوري ټیم، غیر متجانس، د مختلفو فکرونو او اندونو لرونکي او د مختلفو او ان متضادو گروپونو خلک دي چې د سولې په خبرو کې نه چندان دلچسپي لري او نه ھم اختیار!!!
موږ دوہ ورځې وړاندې پر ھغوی بیا غږ وکړ خو لا یې څه ځواب نه دی راکړی.
زموږ ټیم د سولې خبرو ته تل امادہ وي خو د مقابل لوري ټیم په یو محور را ټولول ډیر ستونزمن کار دی.
د ھغوی مشرانو لکه عبد الله عبد الله او نورو یې دلته د راتگ خبرہ کوله خو د سولې د خبرو پر ځای مخ پر امریکا لاړل تر څو د بایډن ادارې ته قناعت ورکړي چې خپل ټول فوځیان و نه باسي!
د عطا نور زوی چې د سولې د ټیم غړی دی، په مزار کې په فوځي یونیفورم کې د جگړې په ډگر کې مصروف دی او د ھغوی د سولې د ټیم نور غړي ھم ھمداسې در واخلئ!
یادونه: د لیکنې د بې ځایه طوالت له ویرې مو ھغه پوښتنې او مشورې چې تکراري وي او یا یې په اړہ د امارت دریځ له پخوا څخه مالوم و، لیرې کړې!
د استاد ترہ کي وینا:
لومړی باید د سولې او انسجام د مشورتي بورډ له ملگرو مننه وکړم چې د داسې یوې ناستې زمینه یې برابرہ کړہ.
استاد د خپلو خبرو په ادامه کې وویل: دا د طالب د مقاومت او سرښندنو برکت دی چې بھرنیان وځي، زموږ وطن خپل استقلال اعادہ کوي، او ھیله دہ موږ به یو ځل بیا پخپل کور کې د خپل واک څښتنان شو.
تیر ۴۲ کلن ناورین خپل جیوپولتیک اھمیت لري، د نړۍ نفوس ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دی، پر مختللي ھیوادونه اومه موادو ته ضرورت لري.
ھمدا اقتصادي فشار په نولسمه میلادي پیړۍ کې په اروپا کې د تشنج او ټکر لامل شو، په شلمه پیړۍ کې افریقا او په یویشتمه پیړۍ کې موږ!
موږ د یوہ قوي او مقتدر مرکزي دولت په جوړولو کې پاته راغلو، د روسي اشغال د خاتمې قرارداد په ژنیو کې زموږ پر ځای پاکستان لاسلیک کړ. امریکایانو ھم ھمدا کار په بُن کې وکړ. خو د دوحې قرار داد پخپله افغانانو له اشغالگرو سرہ لاسلیک کړ.
د قرار داد یوہ مادہ د نوي اسلامي حکومت جوړول دي، چې له مخالفت سرہ مخ شوہ.
طالب باید دا واقعیت په نظر کې و نیسي چې نړیوال تل د اسلامي تحریکونو پر وړاندې منفي دریځ لري، الجزائر ، مصر او د فلسطین حماس یې ښې بیلگې دي. د طالبانو له دریځ سرہ خو ان زموږ لیرې او نژدې گاونډیان ھم مخالف دي. طالب باید دې خطراتو ته په پورہ دقّت توجه وکړي.
بله خبرہ په کورنیو او بھرنیو رسنیو کې د طالب په اړہ منفي تبلیغات دي؛ د طالب له فتوحاتو سرہ مخالفت، د القاعدہ تور، د پاکستان موخو ته د کار کولو تور، د ښځو حقوق، د بشر حقوق او داسې نور چې طالبان یې باید په رسنیو کې ځواب ووایي، خپل دریځ روښانه کړي او په میډیا کې پخپل فعال حضور د دې تبلیغاتو مخه ونیسي. په اوسنیو حالاتو کې که طالبان بریالي ھم شي نو ھمدا مخالفتونه به یې د تیر په څیر یو ځل بیا منزوي کړي چې پایلې به یې نه طالبانو ته ښې وي او نه ولس ته. که طالبان پر یو بل بدیل لکه لنډمھاله ادارې باندې غور وکړي، بھترہ به وي.
بله مھمه خبرہ د قدرت انحصار دی. طالبان باید دا انحصار مات کړي، تر څو د طالبانو سیاسې ھلې ځلې افغان شموله او لا پسې غښتلې شي.
ملا د مشر او زعیم په توگه موږ ټول منو خو دا چې ټولې ادارې دې د ملا په انحصار کې وي، سمه خبرہ نه دہ. طالبان باید پخپل مذاکراتي ټیم کې د پوھنتونونو فارغین، ټیکونکراتان او نور تخنیکي او مسلکي کسان ور دننه کړي!
د ترکیې د غونډې په اړہ ھم باید وپوښتم چې آیا طالبان پکې گډون کوي که نه؟
شیخ صیب:
ډیرہ مننه محترم استاد ترہ کی!
موږ ستاسې اندیښنې او اندونه له ځان سرہ ولیکل او د امارت ذیدخله مراجعو ته به یې ورسوو. ستاسې مشورې زموږ لپارہ ځانگړی ارزښت لري، ستاینه یې کوو او د قدر په سترگه ورته گورو. موږ ستاسې له اند سرہ موافق یو، خو غواړم دلته د ځینو موضوعاتو په اړہ چې تاسې ورته اشارہ وکړہ، وضاحت ورکړم.
لنډ مھاله حکومت:
لنډ مھاله یا د حکومت کوم بل ډول ھغه څه دي چې باید په بین الأفغاني مذاکراتو کې پرې اتفاق وشي خو مقابل لوری منسجم نه دی، لومړی خبرو ته نه حاضریږي او چې حاضر شي بیا بې اختیارہ وي! دا مسائل باید ھلته بحث شي، موږ ته ھر ھغه حکومت د منلو وړ دی چې افغانان پرې اتفاق وکړي، موږ له پیل څخه مقابل لوري ته درې نکتې د اساسي شرطونو په توگه مخې ته ایښي. دا شرطونه چې په ھر نظام کې موجود وي، موږ ته د منلو وړ دی:
۱- نظام باید اسلامي وي
۲- افغان شموله وي؛ په دې مانا چې د ھر پوړ افراد، ھر قوم، ھر سمت او د ھرې ژبې کسان پکې وي. د افرادو ټاکنه د عدل، اھلیت او مسلکي وړتیاو له مخې وي
۳- د اسلامي نظام بڼه به څه وي، جمھوریت، امارت یا بل څه؟ موږ وایو په ھر څه چې افغانان متفق شي، زموږ قبول دی. موږ نه له امارت څخه تیر شوي یو او نه کلک پر ولاړ یو.
د فتوحاتو په اړہ باید ووایم چې که ټوپک په ځمکه کیږدو اشغال نه ختمیږي. یرغلگر د مجاھدینو د بې سارې قربانیو، شھادتونو، زندانونو او سرښندنو پر مټ د اشغال خاتمې ته اړ شوي خو بیا ھم موږ وسله وال جھاد موخه نه بولو بلکې موخې ته چې ھغه د اسلامي نظام قیام دی، د رسیدو وسیله بولو.
د قدرت د انحصار په اړہ باید ووایم چې اسلامي امارت د ھیڅ رنگ انحصار په فکر کې نه دی. ھمدا اوس زموږ د مذاکراتي ټیم غړي د مختلفو پوھنتونونو فارغین دي!
زموږ د سیاسي دفتر معاون محترم ستانکزی صیب عصري علوم لوستي، محترم شاھین صیب چې دلته تشریف لري د مدرسې مخ ھم نه دی لیدلی بلکې عصري علوم یې لوستي!
د ترکیې په اړہ باید ووایم چې موږ سرہ د غونډې اجندا، او نور مالومات نه و شریک شوي.
ناټو له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړ خو ترکیې د خپل نظامي حضور نیټه اتلس میاشتې نورہ ھم وغځوله، د کابل د ھوایي میدان د کنترول مسؤلیت یې ھم ومانه، د دوستم د حمایې موضوع خو یې لا له پخوا څخه موجودہ وہ. سرہ له دې چې ترکیې له ځینو مسائلو صرف نظر وکړ خو بیا ھم امارت ھوډ لري چې تر ھغې به د ترکیې په کنفرانس کې گډون نه کوي تر څو ھغې په لیکلې بڼه د دې موضوعاتو وضاحت نه وي وړاندې کړی!.
قاري صیب دین محمد حنیف
خوښ یم چې تاسې سرہ په دې مجلس کې یم. د استاد ترہ کي نظر دقیق دی. موږ باید محتاط و اوسو. د فلسطین حماس د رایو په اکثریت انتخابات و گټل، د مصر مسلمانانو ھم، تر دې مخکې الجزائر او د نورو ھیوادونو اسلامي خوځښتونو ھم، خو پر پایلو یې ټول خبر یو.
بله خبرہ د امارت د انحصار دہ. زہ وایم اشغالگر زموږ سرہ یواځې د رزم په میدان کې په جگړہ اخته نه دي، بلکې په فرھنگي، سیاسي، میډیا او نورو ډگرونو کې ھم په جگړہ اخته دي. ھغوی ھڅه کوي چې د ھرې ممکنې وسیلې په کارولو سرہ پر امارت تورونه پورې کړي.
بله خبرہ د خارجي مداخلو دہ، موږ ته ډیری مخالفین پاکستان یادوي خو موږ خپل سیاسي او نظامي استقلالیت په زبات رسولی.
د بیلگې په توگه، کله چې افغانانو شوروي مات کړ نو پاکستان په ژنیو کې د افغانستان د ازادۍ قرارداد لاسلیک کړ خو موږ د دوحې په قرارداد کې ھیچا ته اجازہ ورنکړہ چې زموږ پر استازیتوب دې قرارداد لاسلیک کړي او یا دې خبرې وکړي!!
مولوي صیب مطیع الحق خالص بیا د تیر ۴۲ کلن ناورین پړہ پر پردي فکري او خارجي ایډیالوژیو واچوہ.
د خارجي مداخلو په اړہ یې وویل: تر څو چې د خارجي مداخلو مخنیوی و نه شي، زموږ غمیزہ به دوام ولري. دلته په دوحه کې د ډیری غربي ھیوادونو استازي ھمدې ته پراته دي چې زموږ مقابل لوري ته مشورې ورکړي. پخپله د کابل ټیم ھم پر دې اقرار کړی، خو موږ ھیچا ته زموږ په کورنیو مسائلو کې د مداخلې حق نه دی ورکړی.
محترم عبد اللطیف منصور
له محترم استاد څخه پر مننې، غواړم د ھغه پر دوہ اندیښنو تبصرہ وکړم؛ لومړی القاعدہ.
القاعدہ موږ افغانستان ته نه وہ راوستې بلکې له پخوانیو مجاھدینو څخه موږ ته په میراث پاته وہ.
ھغوی دلته راغلیو عربانو ته تابعیتونه ورکړې و! انجنیر احمد شاہ احمدزي ھم دا خبرہ کړې چې ھغوی ډیریو راغلیو عربانو ته د افغانستان تابعیت ورکړی و.
دویمه خبرہ د پاکستان د مداخلې دہ. زہ تر ۲۰۱۳ م کال پورې په افغانستان کې فعال وم خو ما د مجاھدینو په صفوفو کې یو پاکستانی ھم و نه لید.
القاعدې په ۲۰۰۱ م کې افغانستان پریښود، عراق ته لاړہ او د پاکستان د مداخلې که څوک ثبوت لري، را وړاندې دې کړي!
ډاکتر عبد القیوم مومند
د جگړې له اوسني حالت څخه داسې بریښي لکه موږ چې بیرته نویمو کلونو ته ستنیږو، چې دا کار ډیر خطرناک دی.
د ولسوالیو له فتحه کولو وروسته باید خدمات وړاندې شي. که دولت لارې یا ټیلفون پر مفتوحه ولسوالیو وتړي، امارت د خلکو له مخالفت سرہ مخ کیږي. باید پلان ورته جوړ شي.
سوله ھغه مھال عملي دہ چې بھرنۍ مداخلې نه وي. په نړۍ کې دوہ ھیوادونه تل د شر او فساد بیخ وي؛ اسرائیل او پاکستان .
طالبان باید دې ته متوجه و اوسي.
اوس د دولت او امارت تر منځ ډیر اوږد واټن دی، څنگه کولای شو دا فاصلې را کمې کړو؟
زما پر اند د جرگې له لیارې دا کار ممکن دی چې بې طرفه او خواخوږي افغانان د دوی تر منځ د سولې په پار وگرځي.
پوښتنه: امریکایان په ترکیه کې د سولې د حکومت د وړاندیز ارادہ لري. ستاسې دریځ څه دی؟
شیخ صیب: مننه محترم ډاکتر مومند!
په مفتوحه ولسوالیو کې خدمات د پخوا پشان دوام لري، لیسې مکاتب او نور دولتي او غیر دولتي ادارې فعالې دي بلکې تر پخوا بھترې دي. چور، فساد او رشوت پکې نشته.
د جرگې په اړہ باید ووایم چې د کابل ټیم منسجم نه دی او نه د فیصلو واک لري، جرگه به ھلته له کوم گروپ سرہ خبرې کوي؟!
د ترکیې د مجلس په اړہ مخکې وضاحت ورکړل شو.
ډاکتر عبد القادر ودان
ښاغلی ودان بیا د مذاکراتو پر موخو وغږید؛ ھغه وویل: له مذاکراتو څخه موخه څه دہ؟ آیا د بین الأفغاني تفاھم له لیارې خو به د یوې ائیتلافي ادارې را منځته کول نه وي؟
که دا کار وشي، د امارت نظامیان او سیاسیون به سرہ وویشل شي چې پایلې به یې د امارت لپارہ ډیرې خطرناکې وي.
دوہ نور امکانه ھم شته:
(۱) د نظامي فشار له لاري قدرت تر گوتو کول. دا کار ھم امارت منزوي کوي او افغانستان د یوې لویې مودې لپارہ کورنیو جگړو ته ټیل وھي او پردیو ته د مداخلې زمینه ھم برابروي.
(۲) بھتر بدیل یې یوہ موقته عبوري ادارہ دہ، چې د یوې داسې شورا لخوا به ادارہ کیږي چې اکثریت یې علماء کرام وي.
شیخ صیب : مننه محترم ډاکتر ودان. تاسې ښو ټکو ته اشارہ وکړہ. یوہ د افغانستان مسئله دہ، بله پر افغانستان معامله!
ائیتلافي حکومت او نور اجزا دي چې باید مرکب ترې جوړ شي. ائیتلافي حکومت د افغانانو ھیڅ درد نه دوا کوي.
موقتو ادارو ھم ښه نتیجه نه دہ ورکړې. تر څو چې یو قوي فوځ موجود نه وي، موقتې ادارې ښې پایلې نه شي لرلای.
خو موږ لا په بین الافغاني تفاھم کې دې اجزاو ته نه یو رسیدلي.
ډاکتر عبید الله برھاني
إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ
کائناتو کې تغیر یو اصل دی، خو زموږ بیانیې، اعلامیې او نور لا ھم په زاړہ میتود په تقلیدي شکل پر مخ ځي! دا باید له تقلیدي شکل څخه را وباسو.
زموږ اعلامیې او بیانونه باید په ھغه ژبه وي چې نړیوال پر پوہ شي!
موږ پراخ فقھي اصول لرو چې پر کارولو ډیر څه کولای شو.
په جرمني کي د شیباني قانون په نوم تر اوسه یو قانون شته چې ھغوی ترې گټه پورته کوي، خو موږ نه!
دا قانون مشھور مسلمان مجتھد امام محمد شیباني رحمه الله لیکلی!
بله خبرہ د عربي ھیوادونو د اسلامي خوځښتونو او د طالبانو د تحریک تر منځ د مقایسې دہ چې ماته سمه نه بریښي.
افغانستان له الجزائر ، تونس او نورو سرہ توپیر لري. دلته د ستراتیژیکې ملگرتیا خبرہ دہ خو ھلته نه!!
محترم سھیل شاھین
مننه برھاني صیب! موږ به ستاسې له مشورو استفادہ کوو. د مصطلحاتو موضوع ډیرہ اړینه دہ. موږ باید غرب ته د ھغوی په ژبه خپل پیغام ورسو او تر ډیرہ مو دا ممکنه ھڅې کړي.
میر عنایت الله آشفته
محترم آشفته صیب د امارت ورستۍ اعلامیې چې د سربازانو او ملي شتمنیو د ساتنې په اړہ وې، وستایلې. ھغه د شیخ صیب درې نکتې ( اسلامي نظام، افغان شموله نظام او بڼه یې ) د ملي وحدت لپارہ گټور وبلل.
ھغه په مفتوحه ولسوالیو کې د خدماتو د عرضه کولو د مالي ملاتړ لپارہ له ملل متحد سرہ د اړیکو نیولو مشورہ ھم ورکړہ.
شیخ صیب:
د آشفته صیب خبرې سمې دي، مشورې یې ھم د قدر وړ دي، موږ تل ستاسې مشورو ته سترگې په لار یو. که تاسې یا نور ملگري خپلې مشورې د ذاکري صیب له لارې راواستوئ، موږ ته په اسرع زمان کې او نیغ په نیغه را رسیږي.
قاري صیب حنیف
امارت د حکومتي تشکیل په څیر خپل اداري تشکیل لري، یانې امارت یو موازي حکومت دی. موږ د ټولو ادارو بدیل د کمیسونونو په شکل کې لرو! لکه د صحت کمیسون، د معارف کمیسون، د عالي تحصیلاتو کمیسون، محاکم او نور.
خوشال رحماني صیب د سیاست په ځای په اخلاقو، خیریه کارونو او له بې وزلو سرہ د مرستې په اړہ خورا گټورې خبرې وکړې.
شیخ صیب ورته د امارت په استازیتوب د ھر رنگ مرستې او زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.
دولتزی صیب:
ھغه د دوحې د قرارداد لاسلیکول تر ټولو لویه سوبه و بلله. د تقریباً یوې میاشتې په مودہ کې تر سلو زیاتې ولسوالۍ فتح کول یې بله سترہ لاسته راوړنه و بلله خو د لویو ښارونو یا ولایتونو د مراکزو نیول ورته د دوحې د قرارداد سرہ په تضاد کې ښکاریدل نو ځکه یې باید له نیولو ډډہ وشي او بله دا چې په لویو ښارونو حملې د زیاتو ملکیانو د مرگ ژوبلې لامل ھم گرځي!
ھغه خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړہ: دلته دوہ لیارې دي؛ نظامي حل او بل سیاسي حل. نظامي حل به نورې دسیسې را وپاروي لکه ھند چې د غنمو په کانتینرونو کې وسلې را لیږلي!
سیاسي حل به تر ټو بھتر بدیل وي. سیاست نه دایمي ملگری لري او نه دایمي دښمن. امارت کولای شي د خپلو اصولو په رڼا کې له ځینې ھیوادونو سرہ اړیکې و ساتي د بیلگې په توگه روسیه چې په ځینو مواردو کې ترې استفادہ کیدای شي.
د کرونا تکلیف یوہ بله ستونزہ دہ چې افغانان ورسرہ لاس او گریوان دي. په دې اړہ باید د نړیوالې ټولنې په مرسته عملي اقدامات وشي.
امارت باید کوښښ وکړي چې حساسیتونه را و نه پاروي!
لکه د ملي بیرغ سپکاوی یا د عسکرو د مړو بې حرمتي او نور!
افغانستان کې ډیرې رسنۍ شته چې د امارت بدنامولو ته کار کوي. داسې مسائلو ته ھغوی ھوا ورکوي.
طالب مجاھدین باید متوجه اوسې!
شیخ صیب:
مننه دولتزی صیب! ستاسې مشورې موږ له ځان سرہ ولیکلي.
ملي بیرغ زموږ دی چې دې خلکو راڅخه یرغمال نیولی. د محراب او کلیمې احترام پر موږ واجب دی!
دا بیرغ باید په پورہ احترام راکوز شي او پر ځای یې د امارت بیرغ ولگول شي.
د مړو بې حرمتي شرعا ھم جواز نه لري. موږ به دا مسئله مخکې ورسوو.
د کرونا په اړہ زموږ د صحت کمیسون له نړیوالې ټولنې سرہ په اړیکه کې دی.
په لویو ښارونو حمله یا نه حمله نظامي سِر دی چې دلته یې ویل مناسب نه دی.
مولوي مطیع الحق خالص
عالیقدر خلیفه صیب پخپل تازہ صوتي پیغام کې ویلي: ولسوالۍ، قومندانې او نور تاسیسات ملي شتمنۍ دي! ھغه مجاھدینو ته د ملي شتمنیو د ساتنې کلکه توصیه کړې!
ھدایت الله شینواری
زما ھیله دہ چې امارت د سولې یوہ طرحه وړاندې کړي تر څو د تبلیغاتو مخه پر ونیول شي! د کابل ټیم وایي: امارت د سولې ھیڅ طرحه نه لري.
بله خبرہ د امریکا د تخطیانو دہ. که دا تخطیانې ادامه پیدا کړي، د امارت عکس العمل به څه وي؟
شیخ صیب: د کابل ادارې ھیڅ طرحه نه دہ وړاندې کړې. یواځې زموږ تر منځ د اجنداو تبادله شوې چې زموږ اجندا ۲۴ مادې لري، نور تفصیل ډیر وخت غواړي!
د تخطیانو په اړہ باید ووایم چې موږ د امریکا د ټولو تخطیانو مفصل راپور لرو. د ھرې تخطۍ ځای، تاریخ، وخت او بڼه مو درج کړې. نړیوالې ټولنې، امریکا او نورو ذیدخله مراجعو ته مو ھم یوہ یوہ کاپي استولې! دا تخطیانې تر زرو زیاتې دي چې اخري تخطي یې د وتلو نیټه له لومړي مئ څخه سپتمبر ته اړول و.
موږ له صبر او زغم څخه کار اخیستی، تر څو زموږ له عکس العمل څخه دلته د پاته کیدو بھانه په لاس ور نه شي.
ذاکري صیب
د سولې او انسجام مشورتي بورډ یوہ طرحه د دریم بدیل په توگه د امارت مشرانو ته استولې وہ! مشورتي بورډ په ھغې طرحې ډیرې شپې روڼې کړې وې! د مشرانو یو ځل بیا توجه ورته غواړو.
اعتبار خان فطل
فطل صیب دوہ نکتو ته نغوته وکړہ: لومړی د دوحې مذاکرات ورته نا انډوله او د وخت ضائع ښکاري. د ھغه په اند دا په چتي پسې د باز خوشې کول دي.
دویمه نکته یې د سولې څخه پس له نړۍ سرہ د تعامل پر څرنگوالي را څرخیدہ!
شیخ صیب
که په مذاکراتو کې اشتراک نه کوو، ملامتیا پر موږ راځي!
د امارت لخوا د قوي ټیم ټاکل زموږ پر جدیت او سولې ته پر صداقت دلالت کوي.
له نورو ھیوادونو سرہ زموږ تعامل اوس او تر سولې پس پر متقابل احترام، د یو بل په داخلي چارو کې پر نه لاس وھنې ولاړ دی!
رحیم لغمانی
لغماني صیب د طالب مشرانو نومونه له تور لست څخه پر ایستلو د غور خبرہ وکړہ. ھغه وویل: د نړیوالو رفاھي او خیریه موسساتو په مالي او تخنیکي ملاتړ په مفتوحه سیمو کې د خدماتو د وړاندې کولو په مخکې کې ھمدا تور لست تر ټولو ستر خنډ دی!
بله مھمه موضوع د تماس خبرہ ھم دہ!
شیخ صیب:
زموږ سترہ غمیزہ جگړہ دہ. دا نور مسائل تخنیکي ستونزې دي چې حل یې ښایي ډیر ستونزمن نه وي!
د اړیکو په اړہ باید ووایم چې ټولې خبرې، مشورې او نور د ذاکري صیب له لیارې تر موږ فوري را رسیږي!
تاسې کولای شئ د ھغه له لیارې زموږ سرہ اړیکې ونیسئ!
غونډہ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د یوہ رښتیني اسلامي نظام د راتگ پر دعا پای ته ورسیدہ.
_____________