میدان وردګ: طالبانو د «دشت توپ» امنیتي بیس له ټول پرسونل سره یوځای نیولی

  عزم یکشنبه،۱۳چنګاښ،۱۴۰۰): راپورونه وایي چې طالبانو د میدان وردګو ولایت د دشت توپ په نامه ستر امنیتي بیس له ټولو، وسایلو وسایطو او نور پرسونل سره یوځای نیولی دی.
د دشت توپ سیمه چې د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ اړوند ده، یو له خورا ستراتیژیکو او مهمو سیمو شمیرل کیږي او ښکیلو خواوو ته یې جغرافیایي جوړښت خورا د اهمیت وړ دی.
دغه سیمه کې امریکایي ځواکونو هم بیسارې پانګونه کړې وه او په څنګ کې یې د پولیسو یو روزنیز مرکز هم جوړ شوی وه.
طالبانو ویلي چې د یاد امنیتي بیس د نیولو پرمهال یې شاوخوا ۴۳ ټانګونو او ۷۶ عرادې رینجر موټرو په ګډون ۱۸۶ عرادې بیلابیل وسائط لاس ته لویدلي دي.
طالبانو په یاد امنیتي بیس کې د خورا ډیرې سپکې او درنې وسلې او نورو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
تر دې وړاندې طالبانو د یادې ولسوالۍ اړوند د سلطانخیلو په نامه ستر امنیتي بیس هم تر خپل کنترول لاندې راوستلی وه.
د دشت توپ امنیتي بیس او اړوند سیمې په نیولو سره یې اوسمهال د یادولایت مرکز او بهسودو ولسوالۍ له دولتي عسکرو سره پاتې دي، نور یې ټولې ولسوالۍ تصفیه شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button