د بيان آزادۍ دروغجن مدعيان

 

 

ليکنه: نصير تکل
د ديموکراسۍ له اصولو يو اصل د بيان آزادي ده، چې د يموکراتان دې اصل ته د لوړ ارزښت په سترګه ګوري؛ خو ددې اصل څخه د استفادې حق يوازې په خپل ځان پورې منحصر ګڼي، بل چاته يې په ورکولو قائل نه دى.

دا چې په نړۍ کې د ديموکراسۍ سرلاري امريکايان او اروپان ګنل کيږي او دوى ځانونه تر نورو مخکښ ګني، دا چې په آخر ځل زمونږ هيواد ته د ديموکراسۍ (جمهوريت) ناولى او منفور ويرژن هم همدوى را نقل کړ، ورسره جوخت يې د بيان آزادۍ ډندوړه هم پيل کړه.

څو ورځې وړاندې په کابل کې دامريکا سفير راس ویلسیون په یوه ټویټري پیغام کې ادعا وکړه چې ګواکې داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي چې طا..لبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې رسنیو ته ګواښونه کړي او پرهغوی یې محدودیتونه لګولي؛ پر وړاندې يې طا..لب وياند ذبیح الله مجا..هد توند غبرګون وښود او د نوموړي دا ادعاوې یې له حقیقت څخه لرې وبللې، طا..لب ویاند وويل: داسې هيڅ پیښه په کوم ځای کې نه ده شوې، او دا آوازې تش پروپاګند دی.
طا..لب ویاند دا هم وويل چې: «ښاغلی سفیر باید نور زموږ په هیواد کې پولیسي ونه کړي، خپله اصلي دنده وپيژني.»

نو غوښتل مې د امريکايي سفير دپورتنيو ادعاوو په اړه خپل نظر هم درسره شريک کړم چې آيا امريکايي چارواکي رښتيا هم رسنيو ته د ګواښ کولو مخالف دي؟

دا چې په ۲۰۰۱ م کال د امريکا په مشري ناټو هيوادونو د ټولو نړيوالو قوانينو او پرنسيپونو په خلاف زمونږ په هيواد ناروا يرغل وکړ، زمونږ يې اشغال کړ، زما ښه په ياد دي مخکې لدې چې دوى زمونږ هيواد ته داخل شي، دوى د شريعت غږ راډيو له منځه يوړه، طا..لبانو له لنډې وقفې وروسته د شريعت غږ راډيو اسټيشن بيرته فعال کړ او نشرات يې شروع کړل؛ مګر د بيان آزادۍ دروغجنو مدعيانو دوهم ځل شريعت غږ راډيو وويشته او پدې سره يې د طا..لبانو غږ چُپ کړ.
کله چې دوى زمونږ د هيواد ځمکه او هواء دواړه اشغال کړل، دوى دلته د عامه اذهانو د اړولو او د اشغال ددوام لپاره سلګونه تلويزوني شبکې او راډيوګانې فعالې کړې، چې اکثريت يې اوس هم د دوى په مالي ملاتړ او همکارۍ چليږي.
دوى دلته په رسنيو ډېر زيات مصارف وکړل، شايد په ټوله امريکا او اروپا کې دومره تلويزوني شبکې او راډيوګانې موجودې نه وي څومره چې زمونږ په خوار، وروسته پاتې او جنګ ځپلي هيواد کې شتون لري، دلته د هر ولايت لپاره يو تلويزوني چينل او يوه دولتي راډيو پرانستل شوه او ورسره په ډېرو ولسوالۍ کې هم سيميزې راډيوګانو په فعاليت شروع وکړه، داکثره نظامي اډو څخه به هم راډيويي خپرونو جريان درلود، لدې څخه غير په ولايتونو کې ډيرى شخصي تلويزونونه او راډيوګانې هم فعال شوې.

خو که ژور فکر وکړو طا..لبانو ددې ټولو تلويزونونو او راډيوګانو پوچ تبليغات په سړه سينه وژغمل؛ مګر په تېرو شلو کالو کې د آزادۍ دروغجنو مدعيانو د طا..لبانو د يوې سيميزې او سيارې راډيو د زغملو تاب نه درلود، پدې څو وروستيو کالونو کې طا..لبانو څوځله هڅه وکړه چې د شريعت غږ راډيو فعاله وساتي او نشرات يې تر ډېرو خلکو ورسوي؛ خو څوځله دامريکايي الوتکو له خوا په نښه شوه، خو لله الحمد د مجا..هدينو د نه ستړې کيدونکو هلو ځلو په نتيجه کې اوس هم شريعت غږ راډيو په ځينو ولايتونو کې څو ساعته نشرات جريان لري، زه متقين يم که اوس هم ددوى وس ورسيږي، د يوې دقيقې لپاره به يې هم نشراتو ته اجازه ورنه کړي.

همدا تېر شپه ټاکل شوې وه چې د شمشاد خصوصي تلويزون د طا..لبانو ددعوت ارشاد کميسيون مشر مولوي اميرخان متقي مرکه خپره کړي، مګر دديموکراسۍ دروغجو مدعيانو اجازه ورنه کړه چې مرکه خپره شي.

په تېرو شلو کالو مونږ وليدل چې دديموکراسي په روان دور کې زيات شمېر علماء، قومي مخور، مدني فعالان، استادان، محصلين او نور عام هيوادوال د څو خبرو په خاطر شهيدان شول، ترور شول، ټپيان شول، هجرت ته مجبور شول او ډېر اوس هم په زندانونو کې پراته دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button