په جوزجان کې د مرخېړیو تخم د تولید لومړنی لابراتوار جوړ شو

عزم(پنجشنبه، ۱۷، چنګاښ ۱۴۰۰): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په جوزجان کې د لومړي ځل لپاره د مرخېړیو تخم د تولید لومړنی لابراتوار جوړ شو.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ولایت کې د مرخېړیو تخم د تولید لومړنی لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د جوزجان د کرنې رییس شفیق الله تلاش له قوله ویل شوي، چې په دغه لابراتوار او ودانۍ یې ۳ مېلیونه افغانۍ لګول شوي دي.: «یاد لابراتوار د دې ادارې په ترکیب کې به ډېر ژر خپل تولیدي فعالیتونه هم پیل کړي او اوسمهال د دې مرکز پر نورو مسایلو کار روان دی.»

یاد لابراټوار ددې ترڅنګ، چې د شبرغان ښار ۳۸۰ مېرمنو ته به د مرخېړیو تخم تولید کړي، د بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو د هغو مېرمنو اړتیاوې هم پوره کړي، چې د مرخېړیو کرکېله کوي.

د شبرغان په ښار کې ۳۸۰ مېرمنې د مرخېړیو د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې فعالیت کوي او ددې لابراټوار د فعالیت په پیل سره، مرخېړیو تخم ته ددغو مېرمنو لاس رسی اسانه کېږي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د مرخېړیو کرکېله پیل شوې ده، چې هر کال ترې لسګونه ټنه حاصلات راټولېږي او ګڼ شمېر یې بهر ته صادرېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button