تهران کې افغان جهتونو او طالبانو د جګړې پرختمیدو او اسلامي نظام پر جوړیدو توافق کړی

  عزم چهار شنبه،۱۶چنګاښ،۱۴۰۰):نن د ایران پلازمینه تهران کې د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه پلاوي او کابل کې د افغان جهتونو د ګډ ټیم ترمنځ د ناستې دوهمه ورځ وه، چې په کې دواړه لوري د یوه ګډ پریکړه لیک په خپرولو سره سلا شول.

ګډ پریکړه لیک کې د روانې شخړې پر سولییز حل ټینګار شوی او ویل شوي چې دواړو لوري د جګړې د ادامې له امله هیواد ته له پېښو ګواښونو او هغه صدمه چې د هیواد سلامتۍ ته یې رسولي مشترک درک لري، او موافق شول چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ایز حل خوا ته توجیه شي.

اعلامیه وایي چې په راتلونکې جوړیدونکې ناسته کې چې ښايي ژر جوړه شي، د متفق اسلامي نظام جوړول به تر بحث لاندې ونیول شي « دواړو لوریوپرېکړه وکړه هغه موارد لکه له جګړې څخه دایمې سولې ته د انتقال میکانیزم، متفقه إسلامي نظام جوړول او طریقه یې چې لا زیاتو مشورو اووضاحتونو ته ضرورت لري په راتلونکې ناسته کې چې په ممکنه نېږدې راتلونکې کې به جوړه شي تر بحث لاندې راشي او نتیجې ته به ورسېږي»

ګډه اعلامیه کې ملکي وګړو د تلفاتو اوښتل په کلکه غندل شوي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه شوې ده..«دواړه لوري هغه بریدونه چې د عامو خلکو پر کورونو، ښوونځیو جوماتونو او روغتونونو تر سره کېږي او ملکي تلفات منځ ته راوړي او هم د عامه تاسیساتو ورانول په کلکه غندي او غواړي چې عاملین یې د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.»

اعلامیه کې راغلي چې مسایل په صمیمانه او ښه فضاء کې تر سره او ټول مسائل په پوره وضاحت سره مطرح شول .
دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې د تآمین په برخه کې د ایران له هڅو او میلمه پالنې څخه مننه کړې او دا ناسته یې یوه نوی فرصت او ښه زمینه بللې ده.
دغه ناسته کې له کابل څخه د یونس قانوني په مشري پلاوي ګډون کړی وه، چې په ترکیب کې یې سلام رحیمي د ارګ په استازیتوب، کریم خرم او ارشاد احمدي د کرزي د ډلې په نمایندګي، ظاهر وحدت د وحدت ګوند په نمایندګي او محمدالله بتاش د جنبش ګوند په استازیتوب شامل وه.
دغه راز د طالبانو لخوا په کې د عباس ستانکزي په مشرۍ د سیاسي دفتر یوه جګپوړي هیئت برخه اخیستې وه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button