په لنډو کې: بایډن د افغانستان په اړه وینا او خبري کنفرانس کې څه وویل؟

عزم نیوز (جمعه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر پرون پنجشنبه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو په خپله لومړۍ تفصیلي وینا کې وویل چې د امریکا جګړه به په افغانستان کې د اګست په ۳۱مه ختمه شي.

بایډن وویل، ”په افغانستان کې زموږ ماموریت به د اګست په ۳۱مه ختم شي. انخلاء په خوندي او منظم ډول روانه ده، او د وتلو پر مهال زموږ د عسکرو خوندیتوب ته لومړيتوب ورکول کیږي“.

جو بایډن زیاته کړه، ”زموږ پوځي قومندانانو ما ته سلا راکړه چې کله زه د جګړې ختمولو اعلان وکړم، نو موږ اړ یو چې د انخلاء د اساسي عناصرو په پوره کولو کې تلوار وکړو. په دې ضمن او شرایطو کې، چټکتیا امنیت دی“.

بایډن په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې امریکا پر افغانستان باندې د خپل یرغل اهداف، چې د ۹/۱۱ د پېښو د عاملینو له منځه وړل او د اسامه بن لادن وژل وو، پوره کړي دي، او نور د وتلو وخت رارسېدلی دی.

 هغه زیاته کړه، ”موږ افغانستان ته د دې لپاره نه و تللي چې ملت یې جوړ کړو. دا یوازې او یوازې د افغان ولس حق او مسؤلیت دی چې د خپل راتلونکې او د هېواد د چلولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي“.

د امریکا ولسمشر وویل چې نوموړي ته له مخکینۍ ادارې له طالبانو سره د متحده ایالتونو هغه هوکړه په میراث کې پاتې وه چې له مخې یې باید ټول امریکايي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه وتلي وای. بایډن وویل، که ده په اپرېل کې د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه نه وای اعلان کړې، نو تر بل هر وخت ځواکمنو طالبانو به یو ځل بیا بریدونه ورباندې پیل کړي وای، ”[د مې تر لومړۍ نېټې د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون] ما ته په میراث کې راپاتې و. همدا تړون د دې لامل و چې طالبانو پر امریکايي ځواکونو خپل ستر بریدونه ودرول. که ما په اپرېل کې اعلان کړی وای چې متحده ایالتونه د مخکینۍ ادارې لخوا له شوې هوکړې پر شا کیږي او د متحده ایالتونو او متحدینو ځواکونه به تر نږدې راتلونکې پورې په افغانستان کې پاتې شي – نو طالبانو به بېرته زموږ د ځواکونو په نښه کول پیل کړي وای“.

هغه اضافه کړه چې طالبان اوس له ۲۰۰۱ز راپدېخوا تر بل هر وخت قوي دي، او که غوښتي یې وای نو امریکايي ځواکونو ته یې زیان رسولای شوای.

بایډن وویل چې موجود وضعیت برقرار ساتل کوم انتخاب نه و، ”د پاتې کېدو معنا به دا وه چې امریکايي ځواکونو به تلفات ګالل، امریکايي نارینه او ښځینه به بېرته د یوې کورنۍ جګړې په منځ کې وو. او موږ ته دا خطر منل پکار و چې د خپلو پاتې عسکرو د ساتلو لپاره افغانستان ته نور عسکر بېرته ولېږو“.

جو بایډن په خپله وینا کې د افغان جګړې د اوږدولو له پلویانو وپوښتل، ”څو زره نور امریکایي لوڼې او زامن تاسې په خطر کې اچول غواړئ؟ تر څومره اوږدې مودې به مو [په افغانستان کې] پرېښي وي؟“

بایډن وویل چې تر یوه ټرېلیون د زیاتو ډالرو تر لګښت، د سلګونه زره افغان ځواکونو تر روزنې، د ۲۴۴۸ امریکايانو تر وژل کېدو، د ۲۰۷۲۲ نورو تر ټپي کېدو او د زرګونو نورو راستنو شویو عسکرو تر رواني ناروغېدو وروسته به، ”زه د امریکایانو بل نسل افغانستان ته په داسې حال کې ونه لېږم چې د متفاوتې نتیجې ترلاسه کولو منطقي توقع نه لرو“.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه به خپلو ډيپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي څو د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. هغه وویل د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ته یې امر کړی چې د مذاکراتي جوړجاړي ترلاسه کولو لپاره دې د افغان جګړې له ښکېلو اړخونو او سیمه ییزو هېوادونو سره کار وکړي.

ولسمشر جو بایډن د خپلو مخکینیو ویناوو په څېر یو ځل بیا یاده کړه چې د ”ترهګرۍ ګواښ“ له افغانستانه ها خوا جنوبي اسیا، منځني ختیځ او افریقا ته خپور شوی، نو ځکه باید امریکا خپل منابع هغو ځایونو ته متوجه کړي چیرې چې ګواښونه تر پاموړ اندازې پورې زیات وي. هغه وویل، امریکا به پر سیمه خپل نظر وساتي او که متحده ایالتونو ته ګواښ متوجه وو، نو د اړتیا په صورت کې به پرېکنده اقدام کوي، ”زموږ استخباراتي او پوځي چارواکي مطمین دي چې له افغانستانه د راپورته کېدونکو خطرونو د له منځه وړلو توان لري“.

بایډن په خپلو خبرو کې وویل چې د کابل حکومت له مشر اشرف غني او نورو افغان مشرانو سره په لیدنو کې یې هغوی ته ویلي چې باید سره متحد شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې امریکا به کابل حکومت یوازې پرېنږدي، مرستې به ورکوي او کوښښ به وکړي چې د دوی د هوايي ځواکونو فعالیت روان پاتې شي.

د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې متحده ایالتونه به هغه افغانان، که دوی غوښتنه وکړي، امریکا ته بوځي چې یو وخت یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی وي. هغه زیاته کړه چې د جنوري له ۲۰مې راهیسې، له کله چې دئ ولسمشر شوی، داسې افغانانو ته ۲۵۰۰ د مهاجرت ځانګړې وېزې ورکړل شوې دي.

جو بایډن وړاندې پسې وویل، له افغانستانه د داسې افغانانو د انتقال لپاره د متحده ایالتونو له خاورې بهر د امریکا تاسیسات او ځینې درېم هېوادونه مشخص شوي چې تر قبولۍ پورې د دوی کوربتوب وکړي. نوموړي اضافه کړه چې روانه میاشت به له افغانستانه د ځانګړو وېزو لپاره د پېشنهاد کوونکو او د هغوی د کورنیو د انتقال پروازونه پیل شي.

د بایډن د وینا یوه برخه: ”کله چې ما په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې د ختمولو پرېکړه وکړه، ما دا قضاوت وکړ چې دا د امریکا د متحده ایالتونو په ګټه کې نه دي چې تر نامعلومې مودې دې جګړې ته دوام ورکړي. ما دا پرېکړه په خلاصو سترګو وکړه، او هره ورځ د جګړې د ډګر د وضعیت په اړه معلومات راکول کیږي. خو زه له هغو کسانو چې وايي موږ باید شپږ میاشتې او یا صرف یو کال نور پاتې شو غوښتنه کوم چې د نږدې تاریخ په درسونو غور وکړي. په ۲۰۱۱ز کال د ناټو متحدینو او شریکانو هوکړه وکړه چې موږ به خپل جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ز کې ختم کړو. په ۲۰۱۴ز کې ځینو وویل، ’یو کال لا نور‘. نو موږ جنګ ته دوام ورکړ، او تلفات مو ګالل. په ۲۰۱۵ کې هم دغسې وه. او په راتلونکو کلونو کې هم کیسه همداسې وه. د نږدې شلو کلونو تجربو موږ ته راښوولې چې اوسنی وضعیت یوازې دا تاییدوي چې په افغانستان کې ’صرف یو کال نور جنګ کول‘ حللاره نه، بلکې په دې هېواد کې تر نامعلومې مودې د پاتې کېدو نسخه ده. دا د افغانانو کار دی چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي“.

د بایډن خبري کنفرانس:

تر خپلې وینا وروسته بایډن د خبریالانو څو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

کله چې له نوموړي د طالبانو د بریا د حتميت په اړه وپوښتل شول، نو ده وویل چې د طالبانو بریا حتمي نه ده، ځکه چې افغان ځواکونه قوي دي او مقاومت ورسره کولای شي.

 هغه د یوې خبریالې د دې مکررې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پر طالبانو باور کوئ وویل، ”زه په طالبانو باور نه لرم، خو زه د افغان پوځ په توان باور لرم، چې ښه روزل شوي او ښه مجهز دي، او د جګړې په کولو کې باکفایته دي“.

بایډن د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې بیا تکرار کړه چې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسېدلې، ”زه له همدې امله په دې اند یم چې دا [د خپلو ځواکونو ایستل] سمه پرېکړه ده، او که په څرګنده ووایم تر خپل وخت ځنډول شوې ده“.

په شپږو میاشتو کې د کابل حکومت د سقوط په اړه د امریکايي استخباراتو د قضاوت په اړه راپورونو ته په اشاره بایډن وویل چې دا خبره سمه نه ده او امریکايي استخبارات دې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې دئ ولې مطمین دی چې افغان حکومت به سقوط ونکړي، بایډن وویل، ”افغان حکومت او مشرتابه یې باید سره یو شي. واضحه ده چې دوی د حکومت ساتلو توان لري. پوښتنه دا ده: آیا دوی به داسې همآهنګي سره رامنځته کړي چې دا کار وکړي؟ پوښتنه دا نه ده چې آیا دوی یې توان لري که نه. دوی یې توان لري. دوی ځواکونه لري. تجهیزات لري. پوښتنه دا ده: آیا دوی به دا کار وکړي“.

د امریکا ولسمشر وویل چې د افغانستان او ویتنام د انخلاء حالت د پرتلې وړ نه دي، ځکه په ویتنام کې بسته کنډکونه د وتلو لپاره د امریکا په سفارت ورټول وو او د سفارت د ودانۍ پر سر ولاړ وو.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې بایډن وویل چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې سلګونه زره افغانان روزلي، او اوس باید هغوی پخپله د ښځو د حقوقو دفاع وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته خو به د افغان ملکي وګړو د قتل مسؤلیت امریکا ته راجع نه وي، بایډن وویل، ”نه، نه، نه. دا د افغانستان د ولس کار دی چې پرېکړه وکړي کوم حکومت غواړي، دا کار زموږ نه دی چې پر دوی باندې حکومت وتپو. هیڅ یو هېواد نه دی بریالی شوی چې دا کار وکړي. … افغانستان په خپل ټول تاریخ کې هیڅکله یو متحد هېواد نه دی پاتې شوی… امپراتورۍ هلته تللې دي، خو د دې کار په کولو کې پاتې راغلې دي“.

د امریکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که کابل د طالبانو لاس ته ولویږي متحده ایالات به څه وکړي وویل: ”پوښتنه دا ده چې متحده ایالتونو او زموږ متحدینو ته هر هغه څه چې د حکومت یا یوې هوکړې په حیث راځي څومره ګواښ دی؟ قضاوت به بیا هغه وخت کیږي“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button