بایډن: د افغانستان جګړه به د اګست په ۳۱مه ختمه کړو

عزم نیوز (جمعه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر پرون پنجشنبه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو په خپله لومړۍ تفصیلي وینا کې وویل چې د امریکا جګړه به په افغانستان کې د اګست په ۳۱مه ختمه شي.

بایډن په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې امریکا پر افغانستان باندې د خپل یرغل اهداف، چې د ۹/۱۱ د پېښو د عاملینو له منځه وړل او د اسامه بن لادن وژل وو، پوره کړي دي، او نور د وتلو وخت رارسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، ”موږ افغانستان ته د دې لپاره نه و تللي چې ملت یې جوړ کړو. دا یوازې او یوازې د افغان ولس حق او مسؤلیت دی چې د خپل راتلونکې او د هېواد د چلولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي“.

د امریکا ولسمشر وړاندې پسې اضافه کړه چې نوموړي ته له مخکینۍ ادارې له طالبانو سره د متحده ایالتونو هغه هوکړه په میراث کې پاتې وه چې له مخې یې باید ټول امریکايي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه وتلي وای. بایډن وویل، که ده په اپرېل کې د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه نه وای اعلان کړې، نو تر بل هر وخت ځواکمنو طالبانو به یو ځل بیا بریدونه ورباندې پیل کړي وای.

بایډن وویل چې تر یوه ټرېلیون د زیاتو ډالرو تر لګښت، د سلګونه زره افغان ځواکونو تر روزنې، د ۲۴۴۸ امریکايانو تر وژل کېدو، د ۲۰۷۲۲ نورو تر ټپي کېدو او د زرګونو نورو راستنو شویو عسکرو تر رواني ناروغېدو وروسته به، ”زه د امریکایانو بل نسل افغانستان ته په داسې حال کې ونه لېږم چې د متفاوتې نتیجې ترلاسه کولو منطقي توقع نه لرو“.

د جو بایډن د وینا او خبري کنفرانس مهم ټکي دلته لوستلای شئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button