د یوه عادل خلیفه د مرګ شېبې!

کله چي د عمر بن عبد العزیز رحمه الله د مرګ شېبې رانږدې شوې( خپلې میرمنې اوددې ورور ) ته یې وویل: زما څخه ووځئ!
مېرمن یې فاطمة او د مېرمني ورور مَسْلَمة له دروازې سره کېناستل.

هغوی واورېدل چي عمر بن عبد العزیز رحمه الله ویل:
هغو مخونو ته دي ښه راغلاست وي، چي نه د انسان نه د پېري د مخ په څېر دی، وروسته عمر بن عبد العزیز رحمه الله دغه ایات تلاوت کړ:
تِلْكَ الدَّارُ الْاخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِى الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعٰقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ[سُوۡرَةُ القَصَص : 83].
ژباړه: د اخرت هغه كور خو به د هغو خلكو لپاره ځانګړی کړو، چي په ځمکه کښي خپله لويي نه غواړي او نه د فساد كولو اراده لري. او نېک عاقبت یوازي د پرهېزګارانو لپاره دى.

هغوی چي کله خوني ته ورغله ویې لیدل چي “سپېڅلی” روح یې قبض شوی دی.
سير أعلام النبلاء -(5/142)].

فضل هادی سالک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button