کابل حکومت د شاتګ، طالبان د پرمختګ په حال کې

خط اول

له تېر کوچني اختر راهیسې طالبان په نظامي ډګر کې په نه اټکل کېدونکې توګه د پرمختګ په حال کې دي. پراخې سیمې يې لاندې کړې، په زیاته پيمانه پوځي وسایل او وسایط يې ترلاسه کړي او زرګونه عسکر ورته تسلیم شوي دي.

طالبان دا ټول پرمختګونه په داسې حال کې کوي چې له هېواده د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو د بشپړ وتلو تازه ټاکل شوې نېټه (د راتلونکې اګست میاشتې ۳۱مه) په رانږدې کېدو ده او بهرنیانو د خپلو امکاناتو د کموالي له امله د کابل حکومت له مستقیم هوايي او نظامي ملاتړه لاس اخیستی دی.

د طالبانو چټکو پرمختګونو او د بهرنیو ځواکونو وتلو له امله د کابل حکومت د پاڼ تر ژۍ رسېدلی، هره ورځ خپل سلګونه پلویان له لاسه ورکوي، او په مشرانو يې د قیامت ورځ جوړه ده. هر مشر يې حواس له لاسه ورکړي، پر ځان کنټرول نه لري، د خپلو خبرو او نورو حرکاتو د څرنګوالي تشخیص نشي کولای او حتی تر دې چې د خپلو کړنو چوکاټ يې هېر شوی دی.

کله خپلو پلویانو ته اخطارونه ورکوي، کله د ولسي پاڅون په نوم ملېشې جوړوي، کله تبلیغاتي ښکنځل کوي، کله د خپل بام واوره د نورو پر پام ورغورځوي او کله بیا حتی له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو کریډټ هم ځان ته ورکوي.

څومره چې کابل حکومت په نظامي او سیاسي ډګر کې مخ پر ځوړ روان دی، هغومره طالبان په دواړو ډګرونو کې د پرمختګ په حال کې دي. طالبانو د تر ۱۵۰ زیاتو ولسوالیو نیولو ترڅنګ د هېواد پر مهمو تجارتي بندرونو ولکه ټینګه کړې ده، او هممهاله یې له سیمه ییزو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو ټینګولو ته هم دوام ورکړی دی.

طالب ډيپلوماتانو د روسیې ترڅنګ تراوسه ایران او ترکمنستان ته سفرونه کړي او هغوی ته یې په چټکۍ سره د بدلېدونکي وضعیت په اړه ډاډ ورکړی دی.

دې هېوادونو د طالبانو له سریعو پرمختګونو او سرحدي سیمو ته د هغوی له رانږدې کېدو اندېښنه درلوده، خو د طالبانو د سیاسي دفتر غړو هر یوه ته قناعت او د راتلونکو ديپلوماتیکو اړیکو د پياوړتیا او ساتنې ډاډ ورکړی دی.

له طالبانو سره د سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو د اړیکو پراختیا کابل حکومت ته یو سیاسي ګوزار دی، ځکه بهرني لوري اوس له طالبانو سره د یوه موازي حکومت په څېر چلند کوي او – که لږ یې صریحه ووایو – آن تر کابل حکومت زیات اهمیت ورکوي، ځکه چې ورځ په ورځ یې د واک ساحه پراخیږي او نړۍ یې د افغانستان د راتلونکو ممثلینو په څېر ویني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button