کرزیه! ډېره ناوخته نه‌ شوه؟

خط اول

پر افغان سیاستوالو هېڅ باور پکار نه‌دی. دوی چې حکومت کې وي، واک ورسره وي، پیسې او بډې اخلي، ساتونکي یې مخ کې او شاته ګرځي، کش او پش یې برابر وي، حکومت ګل ګلزار وي. په حکومت کې هېڅ ستونزه نه‌وي. خو کله چې له دندې ګوښه شي، بیا حکومت فاسد، د سولې ضد او په سلو ستونزو ککړ شي. د حکومت پخواني لسګونه چارواکي اوس هره ورځ د حکومتي ضد څرګندونې کوي. خو که همدغه خلک بیا په دندو وګمارل شي، پخوانۍ خبرې یې هېرې وي. زه د اوسني حکومت ننګه نه‌کوم، خو د سیاستوالو څو مخونو دلته ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.

د تېرې سې‌شنبې پر ورځ «غبرګولي ۲۲مه» مخکېني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې یوې خبري غونډې ته په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. نوموړي وویل چې ډېر ژر به د سولې په تړاو په دوحه کې جدي بین الافغاني خبرې پیل شي.

کرزي وویل چې د اوسنیو ستونزو حل یوازې خبرې او سوله ده. خو د همدغه کرزي په وخت کې په قطر کې د طالبانو دفتر یوازې د دې لپاره وتړل شو، چې ولې یې خپل بیرغ پورته کړی دی. هغه وخت کرزي ویلي وو: چې د طالبانو له لوري د خپل بیرغ پورته کول د دوو حکومتونو معنیٰ لري او دی نه غواړي چې په یوه وخت په افغانستان کې دوه حکومتونه وي.

د کرزي د واکمنۍ پر مهال هم طالبانو ځینې سیمې په خپل واک کې لرلې، د امریکايي، ناټو او افغان عسکرو پر ضد جګړه ښه په درز کې روانه وه. طالبانو په خپلو سیمو کې خپل بیرغونه پورته کړي وو، د خپل واک لاندې سیمو کې یې خپل واک وو. کرزي ته د طالبانو بیرغ د دوو حکومتونو معنیٰ لرله؛ خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امریکا او د ناټو د لسګونه هېوادونو بیرغونو او حکومتونو هېڅ پروا نه لرله. په کوم ځای کې به چې امریکايي عسکر مېشت وو، هلته د امریکايي عسکرو خپله واکمني وه. که یې خلک وژل، بندیانول یې، که یې بمباري کوله او که زموږ په خلکو به یې څه ډول لوبې کولې، کرزی به ترې خبر هم نه وو.

د برېتانیانو، جرمنیانو، فرانسویانو، ایټالویانو، اسټرالیایانو، کاناډایانو، اترېشیانو او د ناټو د نورو غړو هېوادونو عسکرو هم خپله واکمني وه. اوس د ناټو او امریکايي عسکرو د جنګي جنایتونو راپورونه خپرېږي، چې ډېری جنګي جنایتونه د کرزي په وخت کې شوي وو. کرزي به کله کله د مکر اوښکې تویې کړې؛ خو نور یې له پردیو عسکرو د خپلو خلکو پوښتنه نه‌شوه کولای. کرزي په خپله ویلي وو، چې په لومړیو کې په کابل کې یوازې د ده واکمني نه وه، بلکې د امریکا سفارت خپل حکومت و، د شمال ټلوالې خپل حکومت او د ده حکومت په ټولو کې ډېر ضعیف وو.

په کابل کې اوس هم یوازې د اشرف غني حکومت نه‌دی. د اشرف غني واک دومره نه چلېږي، څومره چې د شمال ټلوالې، جنبش، وحدت او جمعیت د خلکو واک او خبره منل کېږي. ښې بېلګې یې د حکومت له لوري د دایکندي لپاره د مراد علي مراد ټاکنه وه، چې محقق یې په هوا کې الوتکه بېرته راوګرځوله. میاشت وړاندې د حکومت له لوري فاریاب ته ټاکل شوی والي هم د جنبش له لوري پرې نه ښودل شو. په افغانستان کې د واک ټاپوګان ختم شوي نه دي، بلکې د ډارن حکومت له لاسه هره ورځ دغه ټاپوګان ډېرېږي. همدا اوس په ځینو سیمو کې حکومت خبر نه دی؛ خو ځینو پخوانیو جګړه‌مارانو ملېشې جوړې کړي او د خلکو کورونه چور کوي.

د عامو خلکو او چارواکو تېروتنې توپیر لري. که عادي کس تېروتنه وکړي، کېدای شي زیان یې یوازې ځان او یا هم کورنۍ ته وي؛ خو که چارواکي تېروتنه وکړي، بیا یې جبران په کلونو کلونو هم نه کېږي. د دوی تېروتنې تر یوازې ځان محدودې نه‌دي، بلکې ټول ملت ته یې زیان رسېږي.

 که کرزي د واک لېونتوب پرې اېښې وای، چې د واکمنۍ یې ډېره کمه موده پاتې وه، اوس به وختي سوله شوی وای. جګړه به تر نن ورځې نه رسېده، بلکې د جګړې ټغر به ټول شوی وای او موږ به د یوې واقعي سولې څښتان شوی وای. د کرزي په خبره، چې اوسنۍ جګړه پردۍ ده، خو ده د همدې پردۍ جګړې لپاره زرګونه خپل خلک په بهرنیو عسکرو ووژل.: «دا حالت تېرېدونکی دی، جګړه د پردیو ده، د دې پردۍ جګړې څخه د وتلو لاره ورورولي او سوله ده، موږ سولې ته رسېږو، تاسو به ډېر ژر د سولې د جدي خبرو د بیا پیل شاهدان واوسئ او د سولې خواته به ولاړ شئ.»

ده وویل زه پر افغان حکومت غږ کوم، چې د سولې لپاره دې موکه له لاسه نه ورکوي. هڅې وکړئ، چې مذاکراتو کې سولې ته ورسېږئ چې د سولې له لارې یو ملي حکومت جوړ شي. :«زه دواړو غاړو ته وایم، تاسې دواړه د دې خاورې خاوندان یاست. یو بل سره کېنئ. سوله وکړئ او هېواد له دې حالته وژغورئ.» خو په خپل حکومت کې یې طالبان خپل خلک نه ګڼل، بلکې د طالبانو لپاره بګرام، ګوانتانامو، څرخي‌پله، کندهار او د هېواد نور پټه او ښکاره زندانونه وو.

بدمرغي دا ده چې افغان چارواکي له نورو عبرت نه اخلي. اوس اشرف غني د کرزي تېروتنې کټ مټ تکراروي. که حالت همداسې دوام وکړي او جګړه وغځېږي بیا به اشرف غني هم ورته خبرې کوي؛ خو اوبه به له ورخ تېرې وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button