اخر دروغ هم حد لري!

لیکوال: رحمت الله نیازی

تیره ورځ د سرخط په نوم یوې ورځپاڼې پر خپلي  فیسبوک پاڼي د طالبانو د زعيم ملا اختر محمد منصور د ژوبلې خبر نشر کړ.
د ياد خبر په هکله مې ملګرو خبر راکړ، چې سرخط وايي ملا اختر محمد منصور په یوه نښته کې سخت ټپي شوی دی.

د دې لپاره چې بشپړ خبر ولولم، سرخط ته ورځم او همدغه راپور راخلاصوم.
کله چې مې د راپور په لوستلو پیل وکړ، او یو څو کرښې مې ولوستلې نو د ډيري حیرانتیا له کبله خندا راغله. خندا ځکه راغله چې سرخط د نامالومي سرچينې له قوله ليکلي و: “سرچينه وايي، ملا اختر منصور پرون ناوخته د کويټې په پنځه ويشت کيلو مټرۍ کې، په کچلاغ کې د پخواني طالب چارواکي ملا عبدالله سرحدي په کور کې مېلمه وو چې له نورو طالبانو سره يې خبره اوښتې او وروسته
دواړو غاړو پر يو بل د توپکو خولې ور اړولې دي. ” په داسي حال کې چې د ملا عبدالله سرحدي کور په کچلاغ کې هيڅ شتون نه لري.
زه د ملا عبدالله سرحدي کلیوال یم، که د سرحدي صاحب په کور کې لفظي شخړه هم تر سره شي، تر بل هرچا پرې زه ډیر ژر خبریږم، نو دا چې د سرحدي صاحب په کور کې دي ډزي کيږي، خلګ دي ژوبل کيږي، څنګه به پرې نه خبریږو.

ما چې خبر ولووست نو باوري شوم، چې دا خبر هم د سرخط او ملي امنیت د نورو خبرونو په څیر یواځې ډاګيزه دروغ دي او بس.

ما هیڅ فکر نه کاوه چې د سرخط دا ډول بې بنسټه راپور دي رسنیز شي، زه پوهيدم چې طالب ویندویان به د سرخط د بې بنياده خبر په هکله هیڅ عکس العمل هم ونه ښيي، دا ځکه چې د سرخط دروغ په دې نه ارزي، چې په رسمي ډول دي د طالبانو له لوري رد شي.

خو زما له توقع نه خلاف، د سرخط همدغه خبر په همغه ورځ رسنیز شو او هغو رسنیو هم ورته خبرونه نشر کړل چې د بې پریتوب ادعاوې کوي.

کله چې دا خبر رسنیز شو، طالب ویندویانو هم په ډیر کلک ډول رد کړ.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر ولیکل: ” ‏دسرخط په نامه استخباراتي ورځپاڼې هغه افواه دروغ ده چې وايي داسلامي امارت زعیم ته په کومه نښته کې زیان اوښتی داسې پيښه هيڅ رامنځته شوې نه ده.”
همداراز مجاهد صاحب له بي بي سي سره په مرکه کې زیاته کړه چې ملا اختر محمد منصور اصلاً په پاکستان کې شتون نه لري بلکي په افغانستان کې د جهادي او نورو کارونو په تنظیم بوخت دی.

د حیرانتیا وړ خبره لا دا ده چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال، جنرال دوستم، ویاند سلطان فیضي د امریکا غږ اشنا ته وویل ” تېره شپه د طالبانو تش په نامه مشر ملا منصور د کوټې د کچلاغ په سیمه کې د طالبانو د یو بل مشر ملا عبدالله سرحدي میلمه و؛ لفظي شخړه شوې، بیا يې پر یو بل ډزې کړي دي، ملا سرحدي او پنځه نور طالبان وژل شوي او ملا اختر منصور سخت ژوبل شوی او بیا روغتون ته انتقال شوی دی.”

د ښاغلي فیضي ادعا طالبانو په ډیر ښه ډول دروغ ثابته کړه، هغه داسي چې د طالبانو رسمي ويب پاڼي “الاماره ” له عبد الله سرحدي سره مرکه وړاندي کړه او د کابل حکومت له لوري مړ طالب یې ژوندی ثابت کړ.
سرحدي صاحب له الامارې سره په مرکه کې وايي چې، دا ډول پيښه هيڅ پيښه شوې نه ده او په وینا یې موږ تر اختر محمد منصور صاحب خپل مال، عزت او ځان قربانوو .
د ښاغلي فیضي مالومات دومره نيمګړي دي چې په دې هم نه دی خبر چې  سرحدي صاحب له طالبانو او د هغوی له نوي زعيم سره هیڅ اختلاف نه لري، بلکي اوسمهال د نوي زعيم تر مشرۍ لاندي سرحدي صاحب د میدان وردګ ولایت مرستیال دی. دا خبر به هله ممکن وای چې سرحدي صاحب له مخالفي ډلي وای.
که رښتيا هم د کابل حکومت ادعا رښتيني وي

که رښتيا هم د کابل حکومت ادعا رښتيني وي، ولي يې په اړه بشپړ جزیات نه وړاندي کولي؟ ولي د پاکستان پر حکومت د نړيوالې ټولني له لاري پیشار نه واردوي، تر څو اقلا د طالبانو مشر زنداني کړي؟
ولي نړیوالو ته د دومره لويي ادعا ثبتونه نه وړاندي کوي، تر څو له موقع نه په ښې استفادې سره نړیوالو ته ثابته کړي چې پاکستان د طالبانو تر شا رسمي لاس لري او…؟!!

داچې تر اوسه هم د دغو خبرونو په اړه نه کره شواهد وړاندي شول او نه هم لازم اقدامات ترسره شول، ښيي چې دا د کابل اداري یوه استخباراتي لوبه ده. د کابل حکومت غواړي چې په داسي ګنګوسو سره طالبان د پاکستان لاسپوڅي ثابت کړي او همداراز د طالبانو تر منځ د خپل منځي اختلافاتو کچه لوړه وښيي.
طالبانو د خپل مخکني مشر ملا محمد عمر رحمه الله مړینه څه باندي دوه کاله له ټولو استخباراتي کړیو پټه وساتله، او په دې کار سره یې د نړۍ او سيمي استخبارات وننګول. دا چې اوس طالبان تر پخوا هم پياوړي او غښتلي شوي دي، څنګه د کابل ادارې استخبارات کولای شي چې د طالبانو د مشر په اړه دي دومره دقیق مالومات ولري، چې آن د ژوبلې او په روغتون کې د بستر کیدو جزیات دي لا هم ترلاسه کړای شي؟!!

د دا ډول خبرونو ګټه او زیان چاته رسيږي؟

دا چې د کابل حکومت په رسنیز ډول یوه ادعا کوي او هغه ادعا يې ډیر ژر دروغ ثابیږي، دا نو د کابل حکومت پر مخ درنه سپیړه او په سياسي او رسنیز ډګر کې خورا لویه ماتي بلل کيږي.

د رسنیو اعتبار ته هم د دا ډول بې بنسټو خبرونو له کبله دروند زیان اوړي. که تاسو د بي، بي، سي امریکا غږ او آزادي اروپا راډیو پښتو فیسبوک پاڼي ته سر ورښکاره کړئ او تر دې خبر لاندي د خلګو نظرونه وګورئ، نو په دې نتیجه به ورسیږئ چې دا ډول خبرونه رسنیو ته خورا زیانمن ثابیتیږي.
طالبانو ته دا ډول خبرونه نه يواځي داچې زیان نه لري، بلکي د هغوی په ګټه تماميږي، طالبان به د داسي خبرونو له نشر روسته حتما د خپل مشر امنيت ته لا متوجې کيږي او لازم اقدامات به ترسره کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button