خوږ مزل / سمیع الله تړون

 

توره تیاره وه خپل قدم راته رڼا کوله
د خوشالۍ په څېر به غم راته رڼا کوله
داسې شیبه وه چې رڼا راڅخه مخ پټاوه
داسې شیبه شوه چې تورتم راته رڼا کوله
خوب کې مالک بن دینار پسې مې ګام اخیسته
او ابراهیم بن ادهم راته رڼا کوله
ستا وحشتونو د بري تر سبا راوستمه
چې مې دښمن و هغه هم راته رڼا کوله
ستا دوذخي عملنامه مې ځکه ښه لیکلې
خپل جنتي ازاد قلم راته رڼا کوله
داسې عسکر وم پاچاهانو مې قدم ښکلاوه
او د دربار هر محترم راته رڼا کوله
تړونه لویو تورتمونو نه راووتمه
وارث د پاک نبي اکرم راته رڼا کوله

تړون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: