”افغانستان کې پوه شوم چې دې ځای ته ولې د امپراتوریو هدیره وايي“

عزم نیوز (سه شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۰): رویټرز اژانس د جولای په شلمه د افغانستان د جګړې په اړه د امریکايي عسکرو د منفي نظریاتو په اړه راپور خپور کړی دی.

د راپور زیاته برخه د ۴۱-کلن جېسن لیلي په څرګندونو راڅرخي. لیلي د امریکا د ځانګړو مرین ځواکونو غړی و او افغانستان او عراق ته په ماموریت تللی دی. نوموړی اوس د مخکینیو عسکرو د یوه سازمان مرستیال دی چې په جنګونو کې په رواني ناروغیو له اخته شویو سرتیرو سره مرسته کوي.

جېسن لیلي د افغانستان په جګړه سختې نیوکې کړې دي. نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې هرکلی کړی، خو وايي چې د افغانستان او عراق نه-ګټل کېدونکو جنګونو ته د عسکرو لېږلو له امله له خپل هېواد او سیاستوالو بېزاره دی.

هغه رویټرز ته د افغانستان د جګړې په اړه ویلي، ”موږ سل فیصده دا جګړه وبایلله. ټول هدف د طالبانو له منځه وړل و، او موږ دا کار ونکړ. طالبان به بریالي شي“.

لیلي زیاته کړې، دئ په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال پوه شو چې مؤرخین دې ځای ته ولې د امپراتوریو هدیره وايي.

په راپور کې راغلي چې د جولای په ۱۲ او ۱۳ د رویټرز/اپسوس لخوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې له افغانستانه د عسکرو راایستلو په اړه د بایډن پرېکړه د متحده ایالتونو د دواړو سیاسي ډلو ملاتړ له ځان سره لري. په ۱۰ کې یوازې تقریبًا درې ډیموکراټان او په ۱۰ کې صرف څلور جمهوریت غوښتونکي په دې اند دي چې امریکا باید په افغانستان کې پاتې شي.

رویټرز لیکي، لیلي او د هغه ملګرو له ویتنام سره د افغان جګړې د مشابهت له امله افغانستان ته د ویتستان نوم ورکړی و.

لیلي وايي د ده فکر یوه طالب بندي وربدل کړ. بندي ورته وویل، طالبان به تر هغه وخته انتظار کوي تر څو چې متحده ایالتونه هم د شورویانو په څېر له جګړې ستړي او ناامیده شي، ”هغه ۲۰۰۹ کال و. دا دی اوس په ۲۰۲۱ کې یو، او هغه سهي و“.

جېسن لیلي رویټرز ته ویلي چې له افغانستانه خپل هېواد ته تر ستنېدو وروسته یې څو کاله حتی د متحده ایالتونو بیرغ ته هم نه شوای کتلای ځکه په دې غوسه و چې ولې دئ او د ده ملګري خپل هېواد یوه نه-ګټل کېدونکي جنګ ته لېږلي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button