طالبان د افغانستان تر ۲۰۰ زیاتې ولسوالۍ لاس کې لري: د امریکا ستر درستیز

عزم نیوز (پنجشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۰): د امریکا د پوځ ستر درستیز تېره ورځ ویلي چې د افغانستان تر ۲۰۰ زیاتې ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې دي، او د طالبانو د بریا امکان شته.

جنرال مارک میلي دا څرګندونې د امریکا له دفاع وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

میلي په خبري کنفرانس کې وویل چې طالبان د سټراټيژیک تحرک په حال کې دي او دا د کابل حکومت او د هغه د ځواکونو لپاره یوه ازموینه ده.

د امریکايي پوځ دې لوړپوړي جنرال د کابل حکومت پر ځواکونو باور ښکاره کړ، خو ویې ویل چې د افغانستان راتلونکی د اټکل وړ نه دی او د طالبانو بریالیتوب ممکن دی.

جنرال میلي زیاته کړه چې امریکا له افغانستانه د وتلو پروسه ۹۵٪ بشپړه کړې، له کابله بهر یې ټول بېسونه کابل حکومت ته سپارلي او خپله انخلاء به د اګست میاشتې په پای کې بشپړه کړي.

د امریکا ستر درستیز ویلي چې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د کابل حکومت ځواکونه د منظم کېدو په حال کې دي او خپل ځواک د کابل او د ولایتونو د مرکزونو شاوخوا ته راټولوي.

په خبري غونډه کې د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین، وویل چې متحده ایالتونه د افغانستان وضعیت څاري او تر وتلو وروسته به یې هم څارلو ته دوام ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button