اسلامي امت او قحط الرجال ؟!

په ” 1948 م ” کال د عربو او اسرايلو تر منځ لومړى جنګ وشو چې په دې جنګ کې شپږو لويو عربى هيوادونو ( سعودى، اردن، شام، عراق، لبنان او مصر ) برخه واخيسته خو بدبختي دا وه چې د خپلو ګډو ځواکونو مشري او قومانده يې دې کوږ خولي برطانوي جنرال ” ګلوب ” ته ورکړه چې انځور کې ښکاري.
نو له دې څخه دا معلوميږي چې دا جنګ د اسرايلو د ختمولو او ټکولو لپاره نه بلکې د اسرايلو د قايمولو او ساتلو لپاره و ځکه چې همدا برطانيه د اسرايلو تر شا ولاړه وه او اسرايلو ته يې په فلسطين کې د دولت د جوړولو وعده ورکړې وه.
د دې ټولې ډرامې ” دسيسې” په پايله کې چې په عربى پوځونو کې څومره اسلامپاله، ويښ او با احساسه قوماندانان او جنرالان وو په ډير چل او هنر سره په مختلفو طريقو سره ووژل شول چې شمير يې سلګونو څخه هم اوړي او په دې توګه يې اسرايل نړۍ ته د يو حقيقت او لوى قوت په شکل وړاندې کړ او دا باور يې نړۍ ته ورکړ چې اسرايل ناقابل شکست او ناقابل تسخير دى. له همغى ورځې را په ديخوا د عربو بزدله او بى حسه مشرانو د اسرايلو په خلاف سوڼ هم نه دى کړى او نه به يې وکړي او همدا لامل دى چې د موجوده مشرانو او جمهوريتونو په شتون کې مو نه مسجد اقصى ازاد کړ او نه مو د کوم بل اسلامي هيواد په دفاع کې غږ پورته کړ بلکې ورځ تر بلې د محکوميت او غلامۍ خوا ته روان يو.

سلمان قريشي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: