هلمند: سږ کال ۱۵۰۰ جریبه ځمکه سویابین کرل شوي دي

عزم(سه شنبه، ۰۵ زمری، ۱۴۰۰ل): د هلمند کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د سویابینو کرکېله مخ پر ودې روانه ده او سږ کال د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه سویابین کرل شوي دي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي، هلمند کې د سویابینو د رواجولو او پراختیا په پار بزګرانو ته د زده کړو ترڅنګ د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکول شوي، چې د اړتیا وړ تخممونه او کیمیاوي سرې د وطن ملي دانې شرکت له خوا چمتو شوي دي او د دې ولایت یوزر او ۵۰۰ مخکښو کرونده ګرو ته وېشل شوي دي .: «د هلمند د کرنې ریاست د دې زمینه هم برابره کړې ده، ترڅو د یادې ځمکې څخه د سویابینو راټول شوي محصولات به بېرته د همدې موسسې له لارې له بزګرو څخه وپېرل شي. تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا د هلمند په ۵۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي وو، چې بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړل.»

د الکو په خبره، په هلمند کې د سویابینو کښت ښه حاصل ورکوي او د دغه ولایت اقلیم د سویابینو د کرکېلې لپاره برابر دی.

دی وايي، د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې هلمند کې سویابین ترویج کړي او په راتلونکو کلونو کې دالړۍ نوره هم وغځوي او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکه‌وال برخمن کړي.

د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ز کال کې دود شوې ده، چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدل شوي او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي. سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button