کرېکټ: د ۱۹کلنو د کم عمره لوبډلې روزنیز کمپ پیل شو

عزم(پنجشنبه، ۰۷ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، په پلازمېنه کابل کې د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ۲۶ لوبغاړو دوه اوونیز تمریناتي کمپ پیل شو، چې په لړ کې به یې یاد لوبغاړي د کورنیو روزونکو تر روزنې لاندې خپل تمرینات ترسره کړي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد روزنیز کمپ به د اګسټ میاشتې تر نهمې نېټې دوام وکړي، چې موخه یې د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکو لوبو تر څنګ اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې او لوبغاړو چمتووالی دی.

«دغه کمپ ته غوره شوي لوبغاړي د تکړښتYO-YO  ټېسټ کې له بریالیتوب او له تېر یو نیم کال را هیسې د دوی کار کرده‌ګۍ ته په کتو ټاکل شوي؛ چې د تکړښتYO-YO  ټېسټ د بریالیتوب معیار یې (۱۷.۱) ټاکل شوی و.»

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله به د بنګله دېش له ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو لوبو ترڅنګ یوه څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره کړي، په دې سربېره ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د نولس کلنو په اسیا جام او د ۲۰۲۲م کال جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې به نړیوال جام کې هم برخه واخلي.

دا روزنیز کمپ دوه پړاوه لري؛ چې د لومړي پړاو لوبغاړو څخه به د کمپ بل پړاو ته لوبغاړي غوره شي، چې د دویم پړاو په ترڅ کې به ترې د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله جوړه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button