صحرایي محکمه؟!

دوی چې په امريکا د 9/11 پېښه په اسامه باندي تپي او په دې اساس يې د هغه د وژلو پړه هم ومنله، نو دغه جرم کومې محکمې ورباندي ثابت کړی دی؟!

اوسني چې د صحرايې محکمې اصطلاح يې ايجاد کړې ده ټول په دې باور دي چې د ياد بريد مجرم اسامه دی، دوی د کومې محکمې په استناد دغه خبره کوي، ايا اسامه کومې محکمې ته حاضر شوی دی؟! ايا کوم وکيل يې حاضر شوی دی؟!

د دوی اساسي قانون تصريح لري چې د ذمې برائت تر هغه وخته ثابت دی، څو چې محکمه د جرم حکم صادروي. نو دوی د اسامه په اړه ولي په صحرايې محکمه باور لري؟!

طالبان چې ترهګر ګڼل کيږي کومې محکمې ورباندي د کومو شرائطو په اساس دغه حکم صادر کړی دی؟!
ايا طالبان کومې محکمې ته بلل شوي دي او که وکيل يې حاضر شوی چې دوی ورباندي د ترهګر حکم صادر کړ؟!
ولي طالبانو ته د صحرايې محکمې په اساس سزا ورکړای شوه؟!
آن په فيسبوک کې يې نوم اخيستل جرم ګڼل کيږي!!

په رسنیو کې چې بحثونه کيږي ولي د طالبانو استازي يا د هغوی وکيل ته پکې د حاضريدو اجازه نشته؟! اجازه دې مه وای، مګر د هغوی د نشتون په صورت کې ولي د هغوی په اړه قضاوتونه کيږي؟!

ايا دغه صحرايې محکمې نه دي؟!

عبدالرقیب رقیب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button