ارګیانو په ویجاړۍ کې د انګریز و شوروي ریکارډ مات کړ

کفایت الله شهاب
په تېرو څو ورځو کې دا څووم ځل دی چې د ملي امنیتي ځواکونو(!) او د هغو د نړیوالو ملاتړو په هوايي و ځمکنیو بریدونو کې عامه تأسیسات ویجاړېږي، ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ، پراخ مالي زیانونه هم اړوي. د دوی له لورې دا ترسره کېدونکي جنایتونه که څه هم دا شل کاله کېږي روان او رسنۍ و بشرپاله(!) نهادونه پرې هیڅ ډول باک نه کوي؛ خو په دې وروستیو کې يې، له کله چې د طالبانو لاس ته د پراخو سیمو، فوځي مرکزونو او ولسوالیو مرکزونه لوېږي، او د دوی له کنترول څخه وزي؛ دوی يې په مقابل کې په ویجاړولو لاس پورې کړی او هره ورځ پرې د هوا له لارې درانه بمونه غورځوي. حال دا چې دوی هره ورځ طالب په دې ملامتوي چې ګواکې عامه تأسیسات ویجاړوي.
د دوی دا کار نه یوازې دا چې ستر جنایت او له افغان ملت سره ستره جفاء ده، بلکې د دوی هغه ادعا هم دروغ ثابتوي چې وايي موږ به ډېر ژر خپلې له لاسه وتلې سیمې تر لاسه او د تر لاسه کولو په پار به يې پراخ عملیات پيل کړو. اوس تاسو فکر وکړئ، یو څوک چې د یوه ځای د ترلاسه کولو هوډ لري، دا امکان لري چې خپل ترلاسه کېدونکي مرکزونه او د اوسېدو ځایونه دې په خپل لاس ویجاړ او د ځان له ښې وباسي؟ نو خو څرګنده ده چې دوی په حقیقت کې نه د له لاسه وتلو سیمو د ترلاسه کولو توان لري، نه هغه مرکزونه چې دوی پکې اوسي ساتلای شي او نه هم د عامه تأسیساتو پروا ساتي. دوی ته هغه څه عامه تأسیسات ښکاري چې د دوی په کنترول کې وي او دوی ترې استفاده کولای شي. له هغه پرته نه د ښوونځي، نه د روغتون او نه د بل هغه ځای چې ملت ته په ګټه دي په کېسه کې دي.
امریکا او نور متحدین يې هم ځکه د عامه تأسیساتو د په نښه کولو لپاره په ورین دندي هوايي عملیات کوي چې، دوی غواړي په دې توګه هر هغه ثبوت چې دوی ودان کړي او اوس افغان ملت ته په میراث پاتې کيږي او په افغان تاریخ کې به د امریکا د ماتې ګواهي ورکوي، وران او په راتلونکې کې د خپلې شرمناکې ماتې آثار و شواهد له منځه یوسي. لکه چې اوس د هیواد په ډېری سیمو کې د انګریز و شوروي اشغالګرو د شرمناکې ماتې آثار په میراث پاتې دي.
دا شل کاله چې د طالب په ضد نړیوالې ميډیا کوم تبلیغات وکړل او کوم منفي ذهنیت يې خپور کړی او طالب يې د یوه ورانکاره غورځنګ په توګه معرفي کړ؛ اوس هرڅه معکوس دي. یعنې هغه چا چې ځانونه يې د آبادۍ سمبولونه ګڼل، په حقیقت کې د ویجاړۍ مخکښان دي. دوی هر هغه څه ورانوي چې عامو خلکو ته ګټه رسوي. کوم تأسیسات چې په دا شل کاله کې ودان شوي، ټوله يې د خپلې ګټې او افغان ملت د غولولو په خاطر اباد کړي. ځکه دوی غوښتل په دې توګه افغان ملت دوکه او د ځان لور ته ور مات کړي. دا نن چې په هلمند مرکز لښکرګاه کې د اریانان په نوم کوم روغتون ویجاړ شوی، دا خپله د جمهوریت اوصلي څېره بربنډوي او ښيي چې په دې هیواد کې د جمهوریت ساتنې تر شعار لاندې هر جنایتکار یوازې د خپل واک او شتمنیو د خونیتوب غ اخیستی. دوی که هر نظام حاکم وي، خو چې د دوی مادي ګټې او د واک بقاء تضمین کړي هیڅ پروا نه کوي. دوی د وطن پر ځای جیبونه ساتي او د تأسیساتو پر ځای خپل کورونه. دوی هغه څه عامه تأسیسات ګڼي چې پکې عیاشۍ و فحاشۍ کوي. خو کله چې د دوی له منګولو ووتل بیا نه عامه تأسیسات دي او نه د دوی پرې زړه بدېږي. دوی ته بیا د دغه تأسیساتو او ابادیو ورانول اتلولي ښکاري او یوه لویه لاسته راوړنه يې ګڼي.
نو په لهذا؛ په افغانستان کې چې د نظام ساتنې یا جمهوریت ساتنې تر شعار لاندې کوم جنایتونه ترسره کېږي او بیا د ځينو خود غرضه، عقده یانو او ماده پرستانو له لورې دلایل ورته وړاندې کېږي، څرګندوي چې دلته هر جنایتکار له دې کبله بښل کېږي چې د جمهوریت پلوي کوي. دوی هر هغه چاته هرکلی وايي او په خپله غېږه کې ځای ورکوي چې  د جمهوریت ساتنې ادعا وکړي، نور که يې هر څومره لاسونه د زرګونه افغانانو په وینو سره او ستر- ستر جنایتکاران هم ول. دوی په حقیقت کې نه د بشر حقوق پېژني، نه عامه تأسیسات پېژني او نه هم د انسانیت په نورو اصولو خبر دي. دوی ته یوازې د جمهوریت د کاذبې ادعا پلویان افغانان، انسانان او د ترحم وړ ښکاري. نور که هر څوک وي خو چې د دوی له کنترول څخه ووتل، بیا له خپله اړخه پرې د هر ترسره کوونکي جنایت حقدار يې ګڼي او لاس هم نه ترې اړوي. نه پرې رحم کوي او نه هم انساني چلند. لنډه دا چې دوی په جنایت او ورانۍ کې د انګرېز او شوروي و د هغوی د غلامانو ریکارډ هم مات کړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button