کرېکټ بورډ ۱۵ نویو روزنځایونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي

عزم(یکشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، د دې ادارې د لوبې پرمختیايي څانګې د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې ۱۵ نویو خصوصي روزنځایونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د کرېکټ بورډ اجراییوي مشر حامد شینواری وايي، هغه روزنځایونه چې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره د فعالیت جواز ولري، له ګڼو ګټو برخمنې دي.

د شینواري په خبره، د دغو روزنځایونو دوامداره څارنه، د ادارې د روزونکو لخوا میاشتنۍ کتنه، لوبغاړو ته د وړاندې تګ زمینه برابرول او د روزنځایونو په رسمي سیالیو کې ګډون هغه څه دي چې جواز لرونکي روزنځایونه ترې ګټه اخیستلی شي.

دی وايي، اوسمهال په هېواد کې د ثبت شوو خصوصي روزنځایونو شمېر ۲۴ ته ورسېد او لسګونه نور روزنځایونه نور هم شته، خو له کرېکټ بورډ سره ثبت شوي نه دي.

د هېواد په مختلفو ولایتونو کې سلګونه ځوانان د کرېکټ په روزنځایونو کې په تمریناتو بوخت دي او ښې وړتیاوې هم لري، خو په کرېکټ بورډ کې د مسلکي کسانو نشتون او واسطو د سلګونه ځوانانو مخه نیولې ده، چې ملي لوبډلې ته راشي.

کرېکټ بورډ تېره اوونۍ د پاکستان پر وړاندې د سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړې وه، چې پینځه ځوان لوبغاړي یې هم اعلان کړي وو، خو اوس ځینو پخوانیو لوبغاړو پر کرېکټ بورډ فشار راوړی چې د نویو لوبغاړو پر ځای باید دوی ته موکه ورکړل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button