مسیر ورځپاڼه: په سیاسي جوړجاړي کې ستونزې د دې لامل شوې چې جګړه تر ښارونو راورسېږي

عزم(یکشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۰ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په روانو جګړو، د حکومت له لوري په روانو بمباریو او د ځینو ولایتونو په مرکزونو کې په جګړه بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: له ولسوالیو وروسته اوس جګړه تر ښارونو رارسېدلې ده.

«له هغه وروسته چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډېرې ولسوالۍ ونیولې، جګړه د ډېرو ښارونو تر څنډو را ورسېده. په ځینو ولایتونو کې جګړه د ښارو په ناحیو کې روانه ده، کله طالبان په ښارونو کې پرمختګ وکړي او کله هم په شا شي. په دغو جګړو کې د پراخو مالي زیانونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. پرون په هلمند کې پر یوه روغتون هوايي برید وشو، تر دې وړاندې هم د خلکو پر کورونو هوايي بریدونه شوي وو. د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ شوي، جوماتونه، ښوونځي او روغتونونه پر پټنځایونو بدل شوي. له بله اړخه دغو جګړو ښاریان له سختو ستونزو سره مخ کړي، په وېره او ډار کې دي، کاروبار په ټپه ولاړ دی، خلک له لوږې سره مخ دي او د خوراکي او نورو توکو بیې هم په کمساري ډول لوړې شوې دي. په ځینو ښارونو کې د اوړو، غوړیو، تېلو او نورو لومړنیو توکو کمښت دی. دا وېره ده چې په ښارونو کې به دا جګړه دوام وکړي او خلک به له لا زیاتو سختو ستونزو سره مخ کړي. په ښارونو کې جګړه ځکه درنه مرګ‌ژوبله لري چې نفوس پکې زیات دی او مالي زیانونه یې هم د کلیوالو سیمو په پرتله په ځلونو زیات دي.»

د سرلیکنې له مخې، جګړې هغه وخت زور واخیست چې په سیاسي جوړجاړي کې ستونزې راپیدا شوې او اوس حکومت د ښارونو د ساتلو لپاره هوايي بریدونه کوي، چې ټول زیان یې ملکي وګړو ته دی.

«په سیاسي جوړجاړي او خبرو اترو کې ستونزې د دې سبب شوې، چې په ښارونو کې جګړه لا پسې سخته شي. کندهار، هلمند، تخار او ځینې نور ولایتونه له سختو جګړو سره مخ دي. حکومت هم په ښارونو کې دفاع کوي او آن هوایي بریدونه کوي. همدا اوس ډېرو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، ښوونځي تړلي دي، روغتونونه تر وېرې لاندې دي، خلک په خپلو کورونو کې په وېره کې دي، په کورونو کې سنګرونه جوړ شوي، له پاسه پرې هوايي بریدونه کېږي، کاروبار نشته، خلک له لوږې او فقر سره مخ دي او دا حالت ورځ تر بلې لا زیات ناوړه کچې ته ځي.»

د مسیر په باور، ښکېلو لورو ته پکار ده چې د جګړې پر ځای پر سیاسي حل تمرکز وکړي او روانه جګړه ودروي. «دواړو لورو ته پکار ده چې د خلکو په اړه فکر وکړي، د هغوی ژوند او مال ته درناوی ولري، د جګړې پر ځای پر سیاسي حل تمرکز وکړي او په ښارونو کې دا روانه جګړه ودروي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button