لښکرګاه کې؛ طالبانو نن ورځ بېساري پرمختګونه وکړل ؛خو دولتي عسکرو یې غچ له ولسي وګړو واخیست

عزم(دوشنبه،۱۱زمری ۱۴۰۰):نن ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې طالبانو د پام وړ پرمختګونه وکړل ،خو دولتي ځواکونو یې خونړی غچ له ملکي وګړو واخیسته.
طالبانو نن ورځ د ښار دوهمه امنیتي حوزه له دولت پلوو ملیشو تصفیه کړه چې په تعقیب یې ګڼې نورې سیمې هم ونیولې .

نن ورځ د کارته لګن،چهل متره،طالبانو نمرې ، کندهار اډه، شورمان، صافیان.،اومختار سیمو کې ،چې پرون یې لاس ته لویدلې وې، حالات عادي وضعیت ته راګرځیدونکي وه.
خو په همدې سیمو باندې نن الوتکو خونړۍ بمبارۍ هم وکړې او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله .
د صافیانو، قلعه کهنه، کارته لګن، ولي کرم هدیرې پی آرټي او بولان سیموکې امریکایي الوتکو او د کابل حکومت چورلکو همهاله بمبارۍ وکړې چې له امله یې د بست فابریکه اوګڼ کورونه تخریب او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر ملکیان شهیدان او ژوبل شول؛په قربانیانو کې لوی شمیر یې ماشومان وه چې ټولنیزو رسنیو کې یې انځورونو توند غبرګونونه هم راوپارول.
طالبانو د نن ورځې په ترڅ کې په تور ټانګ سیمه کې دملي راډیو تلویزون دفتر هم ونیووه او لږ شیبه وروسته یې ترې د خپلې شریعت غږ رادیو نشرات پیل کړل.

نن ورځ په مرکز لښکرګاه کې په لسګونو تنه عسکر او چارواکي هم له خپلو وسلو سره یوځای له طالبانو سره ملګري شول.
دامهال یواځې د امنیې قومندانۍ،د بوسټ هوټل ،د ولایت مقام ،د ملي امنیت ریاست،محبس،د عامه نظم کنډک،او هوایي ډګر ودانۍ له حکومت پلوو ملیشو سره دي چې له بمباریو سره سره ،ډیر احتمال شته چې یادې ودانۍ نن شپه د طالبانو لاس ته ولویږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button