کابل حکومت نه سقوط کېږي!؟

خط اول

د کابل حکومت چارواکي د طالبانو د بې‌سارو پرمختګونو وروسته کله کله د ځان د خوشحاله کولو لپاره په زړه پورې څرګندونې کوي. کله چې اشرف غني خبرو ته ودرېږي او موضوع که بله هم وي، دی لومړی د طالبانو پر ضد خبرې وکړې. داسې خبرې چې نه یې سر معلوم وي او نه بر. یو غر په یو ولي او بل غر په بله. نه یې د خبرو تسلسل وي، نه خلک پوه شي چې دی اوس څه وايي او اصلي موضوع کومه وه؟ که خلک د اشرف غني په سادګۍ وخاندي او چکچکې وکړي، دی فکر کوي چې ګوندې زما خبرې خو مرغلرې(!) او خپلو خبرو ته نور هم دوام ورکړي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ یې هم ملي شورا ته بېلابېلې ببولالې وغږولې. د طالبانو پر ضد یې ګڼې خبرې وکړې او د ملي شورا له غړو یې وغوښتل چې د نظام ساتنې لپاره خلک د طالبانو پر ضد راپورته کړي او په اصطلاح له جمهوریت سره ودرېږي. خو اشرف غني ونه ویل چې ولې یې هره ورځ سلګونه عسکر وسلې پر ځمکه ږدي او طالبانو ته تسلیمېږي؟

همدا اوس حکومت د عسکرو له کمښت سره مخ دی او ټوله اتکا یې یوازې په هوايي بریدونو ده؛ خو په دغه بریدونو کې ټول ملکي وګړي شهیدانېږي. د حکومت ورخطايي له دې هم ښکاري چې په خپلو هوايي بریدونو کې د ولسوالیو وداني، روغتونونه، پوهنتونونه او نورې ملکي ادارې په دې پلمه په نښه کوي چې دغه ځایونه خو اوس د طالبانو تر واک لاندي دي. روانه اوونۍ حکومت په هلمند کې یو خصوصي روغتون، د بُست پوهنتون او نورې ګڼې ملکي ادارې بمبار کړې.

طالبانو هم‌مهاله هرات، کندهار او د هلمند ولایتونو مرکزونه کلابند کړي. حکومت د ځمکې له لارې جګړه نه‌شي کولای؛ ځکه عسکرو یې هم مورال بایللی او د جګړې پر ځای د تسلیمۍ لاره غوره ګڼي. حکومت هم په خپله او هم له امریکايي عسکرو د هوايي بریدونو غوښتنه کوي او د ۲۰۰۱ز کال په شان د ملکي وګړو کورونه په نښه کوي.

د امریکايي یرغل شل کاله پوره شول. امریکا، ناټو او حکومت په تېرو شلو کلونو کې خپل ټول زور ازمايي وکړه. د نړۍ د ۴۸ هېوادونو مجهزو او په وسلو سمبالو عسکرو په افغانستان کې له هرې لارې کار واخیست. هوايي بریدونه، د کلیو بمبارول، زرګونه خلک نیول، بندیانول، شکنجه کول او تر ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو وړل؛ خو افغان ملت مات نه‌شو، بلکې د یرغل پر ضد یې وینه نوره هم توده شوه. کله چې امریکايي او د ناټو غړي هېوادونه منښت وکړي چې موږ په افغانستان کې مات شو او په پوره شلو کلونو کې یې جګړه ونه شوه ګټلای، نو اشرف غني به څنګه په راتلونکو شپږو میاشتو کې دغه جګړه وګټي؟

طالبان اوس د تېرو درېیو میاشتو مخکې طالبان نه دي؛ ځکه له تېر کوچني اختر وروسته طالبانو تر دوو سوو ډېرې ولسوالۍ نیولې، زرګونه تسلیم شوو عسکرو ورته خپلې وسلې، مهمات، ټانګونه، رینجرې، موټرسایکلې او نور وسایط او وسایل سپارلي او اوس طالبان په پوره معنا په هر اړخیز ډول پر ځان بسیا دي.

له حکومت دغه نیول شوې وسلې هم طالبانو ته د څو کلونو کار کوي او د یوې ولسوالۍ، بېس، قرارګاه او … په نیول شوو وسلو طالبان څو ولسوالۍ نیولای شي. طالبان د حکومتي عسکرو په پرتله حتا بې‌ځایه ډز هم نه کوي او نه یې جنګیالي د مرمیو پوچکو ته خوشحالېږي چې ګوندې کوم ځای یې وپلوري، بلکې هر ډز په پوره توجه سره کوي او خپله بریا پکې ګوري. حکومت اوس هم وخت لري چې د سولې لاره پرې نه ږدي؛ ځکه کېدای شي دغه لاره یې د پخوانیو په برخلیک اخته نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: