د ارګ د رسنیز بنسټ مشر او ویاند “دواخان مینه پال” کابل کې ووژل شو

عزم(جمعه،۱۵زمری ۱۴۰۰):راپورونه وایي چې د اشرف غني پخوانی ویاند او د د ارګ رسنیو د مرکز اوسنی مشر “دواخان مینه پال” ،نن ورځ په کابل ښار کې وژل شوی دی .
نوموړی نن د جمعې تر لمانځه وروسته د کابل ښار په دارلامان سیمه کې په نښه او ځای پر ځای ووژل شو.

دواخان مینه پال چې ټولنیزو رسنیو کې د ارګ د پالیسیو سرسخت کمپاینر وه ، د اشرف غني د مخالفینو پر وړاندې یې توند دریځ خپل کړی وه .

هغه د طالبانو پر وړاندې د تبلیغاتي جګړې د پراختیا لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي وه او په دې برخه کې یې د ګڼو تصویري ،غږیزو او آنلاین رسنیو لپاره د عامه پروپاګند خپرولو ته دولتي بودیجه په پام کې نیولې وه.
طالبانو د نوموړي د وژل کیدو مسؤلیت منلی دی.

نوموړی د زابل ولایت اوسېدونکی شاعر او لیکوال وو او څه موده له کندهاره له ازادي راډیو سره د خبریال په توګه هم کار کړی دی.
ګڼو دولتي چارواکو او دولتي پلوو فعالانو د هغه په وژنه خواشیني ښوودلې ،خو په عامه کچه د هغه د وژنې هرکلی شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button