سمنګان: طالبان ایبک ښار ته ننوتل او ولایتي محبس یې تر خپل کنترول لاندې راووست

عزم(دوشنبه،۱۸زمری ۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو د سمنګانو ولایت په مرکز کې ولایتي زندان تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی .

طالبانو ویلي ، د مرکز ایبک ښار د دره زندان، منګ تاش، لرغان او حسن خیلو له استقامتونو یې عملیات په شدت سره دوام لري .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دامهال یې منسوبین ښار ته ننوتلي او عمومي محبس یې تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی.
طالبانو ویلي ،چې سیمه کې یې براخ تصفیوي عملیات جریان لري.
طالبانو تیره ورځ د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ او مهم امنیتي مرکزونه نیولي وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button