د ښارونو آسانه نیول؛ د طالبانو د ولسیتوب نښه!

قاري حبیب

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې موږ بار بار د امریکایانو او د کابل حکومت د تصفیوي عملیاتو شاهدان پاته شوي یو. امریکایانو او نورو خارجي او داخلي ملاتړو به یې چې په هلمند کې د مارجې غوندې د یوې وړې ولسوالۍ د تصفیې پلان درلود، نو زرګونه عسکر به یې راټول کړل. په هفتو هفتو به یې آمادګۍ نیولې، بیا به یې په هغه سیمه هوایي او ځمکنی هجوم ورووړ، په اونیو اونیو به عملیات روان و خو د پرمختګ درک به نه لګیده. علت به یې دا و چې د امریکایانو په وړاندې به د سیمې یوازې هر وګړی نه بلکې هره لار، هر ونه، هر ویاله او هر پټی د مقاومت سنګر و.

د اشغالګرو او ګوډاګیانو په مقابل کې به یوازې مسلحو طالبانو جګړه نه کوله، بلکې د کلي ولسي خلکو، بزګرانو، شپنو او نورو عامو وګړو هم د اشغالګرو وژل خپله فریضه ګڼله، هغوی ته به یې په لاره کې ماینونه ښخول، غلچکي بریدونه به یې پرې کول، مسلحو مجاهدینو ته به یې ترصد کاوه او له مجاهدینو سره به په ځان او مال اوږه په اوږه ولاړ ول.

همدا هر اړخیز مقاومت به د دې لامل شو چې دښمن به که هرڅومره قوي هم و، مګر بیا به یې هم پرمختګ نه شوای کولای. مزل به یې پڅ و، لاسته راوړنې به یې نه درلودې او یوه ولسوالي به یې په میاشت کې هم نه شوای تصرف کولای.

برعکس موږ ولیدل چې طالبانو په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د افغانستان درې مهم ولایتي مراکز او ګڼ نفوسه ښارونو تر خپل بشپړ کنتر ول لاندې راوستل. سرپل، تخار او بالاخره کندز چې د افغانستان شپږم لوی ښار ګڼل کیږي. دا چې طالبان څرنګه وتوانیدل چې په هم مهال ډول دومره سترې سوبې د ځان کړي، علت یې یوازې او یوازې له دوی سره د ولس ملاتړ او همغږي ده.

په یادو ښارونو کې عام ولس مکمل د طالبانو سره همغږی و، هغوی طالبانو ته د رهنما، ترصد کوونکو، اکمال کوونکو او لوژیستکي مرستندویو په حیث خپل مسؤلیت اداء کړ. حتی په دعاګانو او معنوي ملاتړ سره یې طالبان د دې جوګه کړل چې په ښار کې موجودو د کابل رژیم ملیشو ته شکست ورکړي او دغه مهم ښارونه تر خپل واک لاندې راولي.

دا چې خلک وایي د افغانستان ولس په دې جګړه کې بې طرفه دی، کاملا کاذبه ادعاء ده، ولس بې طرفه نه دی، بلکې د طالبانو ملګری دی. ځکه په اطرافو کې همدغه ولس د امریکایي یرغلګرو په وړاندې په خپل ټول توان سره د طالبانو ملاتړی و او د اشغالګرو د پرمختګ مخه یې ډب کړې و. اما په ښارونو کې ولس د دې پر ځای چې د طالبانو د تهاجم مخه ډب کړي، طالبانو ته یې د مرستې لاس ورکړ چې بالاخره هغوی د ښارونو په نیولو وتوانیدل.

دغه حقائق دا خبره ثابتوي چې طالبان په افغان ولس کې خورا ژورې ريښې لري. دغه ريښې او ولسي ملاتړ یوازې په اطرافي سیمو کې نه دی، بلکې په ښارونو کې هم شته چې واضح ثبوت یې په ښاري سیمو کې د طالبانو وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې دي.

د کابل رژیم مخکښان چې د ولسواکۍ شعار بدرګه کوي، دغه راز د غربي هیوادونو مشران چې د ولس په رایه او اراده باور لري، که په خپله خبره کې صادق و، باید طالبان دافغان ولس د واقعي استازو په حیث ومني او د دې هیواد د مالکیت او واکمنۍ حق یې په رسمیت وپيژني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button