مسیر ورځپاڼه: د قطر په اوسنۍ غونډه کې باید داسې ګام واخیستل شي چې طالبان قانع کړي

عزم(چهار‌شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۰ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د قطر په اوسنۍ درې ورځنۍ غونډه بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، په دې غونډه کې عبدالله عبدالله هم ګډون کړی او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي هم پکې برخه لري.

«په قطر کې د افغانستان د سولې درې ورځنۍ غونډه روانه ده چې نن پکې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازي سره خبرې کوي او ټاکل شوې سبا پکې د سیمې د هېوادونو استازي هم سره جرګه شي او په افغانستان کې د جګړې د درېدو او د سولې د راوستلو پر لارو چارو خبرې وکړي. دا غونډه د ملګرو ملتونو او امریکا په هڅو او د قطر په کوربه‌توب جوړه شوې ده. له کابل څخه د ډاکټر عبدالله په مشرۍ یو پلاوی ورغلی او د طالبانو د پلاوي مشري ملا برادر کوي.»

د سرلیکنې له مخې، جګړه ورځ تر بلې پراخېږي، خو دغه غونډه باید د نورو په شان نه وي او د طالبانو ځینې غوښتنې پکې ومنل شي او داسې پرېکنده ګام پکې واخیستل چې طالبان قانع کړي.

«که څه هم پخوانیو دا ډول غونډو ډېره مثبته پایله نه لرله، خو له دې امله چې جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي، ډېرو ښارونو ته پراخېږي او مالي او ځاني زیانونه یې زیاتېږي، نو ځکه خلک د سولې په تړاو د هرې هڅې هرکلی کوي او تمه لري چې یو ګام به پکې واخیستل شي. د خلکو تمه دا ده چې دا ځل  یو پرېکنده ګام واخیستل شي، د سولې په تړاو یو نوی ګام واخیستل شي چې د سولې په برخه کې مهم پرمختګ وګڼل شي، دا ګام باید داسې وي چې طالبان د جګړې درولو ته قانع کړي. د افغانستان د خلکو هیله ده چې د ټولو هغو خنډونو د لرې کولو لپاره باید عملي ګام واخیستل شي چې د سولې پروسه یې ځنډولې ده. دا که له تور لېسته د طالب مشرانو د ایستلو مسئله وي، که د بندیانو د خوشې کولو چاره او یا هم بل پر انتقالي حکومت توافق وي چې طالبان قانع کړي چې اوسنۍ جګړه ودروي. دا خو ښکاره ده چې یوازې په خبرو او بحثونو حالت نه بدلېږي او نه هم طالبان جګړه دروي، بلکې په عملي ډول باید ګامونه واخیستل شي او د طالبانو یوه برخه غوښتنې باید ومنل شي چې پر ښارونو بریدونه او جګړه ودرول شي. دا چاره د نړۍ او سیمې د هېوادونو توافق او ګډې پرېکړې ته اړتیا لري، څو ټول هغه اړخونه پکې د فشار احساس وکړي چې د سولې په برخه کې یې تر اوسه پورې خنډونه جوړ کړي دي.»

د مسیر په باور، د سولې دغه وروستی فرصت باید په هېڅ ډول ضایع نه شي؛ ځکه که دغه فرصت هم ضایع شي، نو جګړه به زور واخلي او ګڼ خلک به پکې ووژل شي.

«داسې ښکاري چې د سولې لپاره د جګړې ښکېل افغاني اړخونه هېڅ هم نه کوي، له همدې امله بهرني فشار ته اړتیا ده. د سیمې هغه هېوادونه چې له روانې جګړې اغېزمن کېږي او یا هم وېرېږي او د نړۍ نور هغه هېوادونه چې په افغانستان کې سوله په خپله ګټه ویني او یا هم په رښتیني مانا سوله غواړي، پکار ده چې فرصت ضایع نه کړي. دا ښايي وروستی چانس وي چې یو سیاسي توافق رامنځ ته شي، یو پرمختګ وشي، جګړه ودرول شي، د سولې جدي خبرې پیل شي او شته خنډونه په عملي ډول لرې شي. له دې پرته به بیا د سولې فرصت ضایع شي، ښارونه به نړېدلي وي، خلک به ګډوال شوي، وژل شوي او ځپل شوي وي او بیا به په هدیره کې سوله هېڅ مانا ونه لري.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button