لوګر مرکز کې شپږ پوستې او بیسونه د طالبانو تر واک لاندې راغلي

عزم(پنجشنبه، ۲۱ زمری ۱۴۰۰): تیره ورځ او بیګا شپه د لوګر مرکز اړوند سیمو څخه دوه د اردو ستر بیسونه او څلور پوستې د طالبانو لاسته لویدلې دي.

له لوګر ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې تیره ورځ او بیګا شپه د دغه ولایت مرکز اړوند دوه ستر بیسونه او څلور پوستې د طالبانو لاسته لویدلې دي چې په دې سره یې پراخه سیمه هم ترلاس لاندې راغله.

راپور کې راغلي چې تیره ورځ د مرکز اړوند کنجک سیمه کې د هادي په نوم د اربکي قومندان پوسته، د هوني سفلا د نیغړم پوسته او د میرابدال د سر پوسته طالبانو په جنګ سره نیولې وې، ډیرې وسلې او مهمات یې لاسته ورغلي و او یو شمیر عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

همدا راز نن بیګا ناوخته د کابل ګردیز په لویه لار پروت د جمعه کلا بیس، د پورک بیس او د شاغاسي کلا پوسته هم تخلیه شوي چې په دې سره د کابل ګردیز لویه لار ډیره سیمه د طالبانو لاسته ولویده.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ هم په مرکز پورک سیمه کې یو بیس طالبانو نیولی و او دوه پوستې د بیس له سقوط وروسته عسکرو خپله تخلیه کړې وې.

اوس تازه ویل کیږي چې د پورک څخه بیا تر کلنګار پورې برتې څلور نورې پوستې هم تخلیه شوي او عسکر یې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

لوګر ولایت چې د کابل دروازه بلل کیږي، څلور ولسوالۍ یې د طالبانو په لاس کې دي، د محمداغې او خوښۍ ولسوالیو اکثره سیمې هم دوی سره دي اوس یواځې په دولتي ودانیو پورې د حکومت واک محدود شوی، خو په سقوط سره یې د کابل د سقوط ویره هم شته.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button