لسم ولایت غزني هم د طالبانو لاسته ولوید

عزم(پنجشنبه، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): طالبان وایي د غزني ولایت ښار یې په بشپړه توګه لاسته لویدلی او تولې دولتي ودانۍ اوس د دوی تر واک لاندې راغلې دي.

‏‎طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې څو شیبې وړاندې د غزني ولایت مقام،امنیه قومندانۍ، محبس، ریزرپ قطعه دریمه حوزه کلابرګیټ د چټک غبرګون مرکز، قلعه جوز، علي لالا، روضه، صفر ۶ قطعه او زیات شمیر پوستې په ټولیزه توګه د دوی لاسته ولویدل.

احمدي ویلي چې په دغه جګړه او بریدونو کې لسګونه عسکر وژل شوي او لسګونه نور له دوی سره یوځای شوي دي.

که څه هم طالب ویان د لوړپوړو دولتي چارواکو په اړه څه نه دي ویلي، خو سیمه ییزې سرچینې وایي چې والي او امنیه قومندان ته لار ورکول شوې تر څو کابل ته ځان په سالمه توګه ورسوي.

د یادونې وړ دی چې له تیرو لسو ورځو راهیسې دا لسم ولایت شو چې د طالبانو لاسته لویږي او په دې سره لس ولایتونه، نیمروز، سرپل، سمنګان، کندز، تخار، فراه، بغلان، بدخشان، جوزجان او غزني د طالبانو تر واک لاندې شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button