طالبان وایي د هرات ادرسکن ولسوالۍ څنډو کې د هوایي ډګر ۴۰ تانګونه او موټر یې نیولي

عزم(پنجشنبه، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): د هرات هوایي ډګر چې پرون ناوخته د طالبانو لاسته ولوید یو شمیر ځواکونه ترې وتلي او له ځان سره یې ځینې وسلې او موټر هم وړي دي چې ورپسې د طالبانو تعقیبي عملیات دوام لري.

تازه طالبانو ویلي چې نن سهار یې د یاد ولایت ادرسکن ولسوالۍ ته نارسېده د شینډنډ د میدان هوایي څخه راتښتېدلي قوه باندې بریدونه کړي او دغې قوې ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې له دغې قوې څخه یې ۴۰ ټانګونه او نور موټر، په زیاته اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د هرات د ښر کمربندونه هم مات شوي او طالبان د پرمختګ په حال کې دي هره ګړۍ د پرمختګ خبر ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button